د فراه ولایت مرافعې محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۷ - ۱۷:۴۵
د فراه ولایت مرافعې محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د فراه ولایت د مرافعې محکمې عمومي رئیس محترم شیخ غلام رسول (احساني) په مشرۍ؛ د مرافعه محکمې مرستیال مولوي سید مؤمن (ابوالخیر)، د جزا، امنیت عامه، او مدني دېوانونو رئیسانو او غړو په ګډون په ۲۲/ ۱۰/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې پر يو شمېر موضوعاتو بحث او خبرې وشوې.
په دې غونډه کې په ادارو کې پر اتحاد او يووالي، د هېوادوالو حقوقي او قضائي دوسيو ته پر وخت رسېدنه او حاضرۍ په پابندۍ باندې ټينګار وشو.
د غونډې په وروستيو کې ګډونوالو د یادو مواردو د تحقق لپاره پوره همغږي وښوده او ژمنه یې وکړه چې د خدماتو د لا ښه‌والي په موخه به خپل مسؤولیتونه په امانتدارۍ او صداقت سره ترسره کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۹:۵۹
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۶۳۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۹۳) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې د ۱۱/ ۴/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټې څخه ۲۳ /۴ / ۱۴۴۷ هـ ق نېټې پورې (۶۳۷) دوسيو ته پر رسېدنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۲:۶
Background image

د هلمند ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د هلمند ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم شيخ غلام حضرت (ابوالمنذر) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، دېوانونو رئيسانو، قضائي غړو، د امنيتي قطعې قوماندان او حقوقو آمر په ګډون، په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۰:۵۶
Background image

د پکتیکا ولایت وازې‌خوا ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

 د پکتیکا ولایت وازې‌خوا ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولینو په هڅو، د علماء کرامو او قومي مشرانو په منځګړیتوب، په ۲۰/ ۴/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د قتل رامنځته شوې موضوع حل او فصل شوه.
یاده موضوع. . .

بیا په خبرونو کی