د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا ‍(۱۵) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۱:۳۰
د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا ‍(۱۵) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې (۱۵) کسانو ته د نشه‌یي تابلیتو (ذیکپ، تابلیت کا)، شيشې، چرسو د پلور او قاچاق په جرمونو، په ۱۷/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرمین له اوو میاشتو څخه تر درېيو کالو او درېيو میاشتو پر تنفيذي بند او له ۱۰ څخه تر ۳۰ دُرو پر تعزیري سزا محکوم کړي وو؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته پر مجرمینو تطبيق شوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۱:۵۴
Background image

په پکتيا ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيا ولايت زرمت ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته چې پر غلا متهم و؛ نن دوشنبې ۱۹/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهم پر شپږ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۹:۴۱
Background image

د لوګر ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۴۶) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۷۹) وثیقې هم اجرا کړې دي

د لوګر ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۴۶) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۷۹) وثيقې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۳۹
Background image

د بدخشان ولایت نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د بدخشان ولایت نظامي ابتدائيه محکمې د رئيس محترم شیخ عبدالباري (صالحي) په ډېرو هڅو؛ قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې د قتل خطاء موضوع، نن یکشنبه. . .

بیا په خبرونو کی