د فراه ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۸۱) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۱۰) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۱ - ۱۱:۳۰
د فراه ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۸۱) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۱۰) وثیقې هم اجرا کړې دي

د فراه ولايت د مرافعه محکمې، ښاري ابتدائیه محکمې، وثايقو او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په يوه مياشت کې له (۱۳/ ۱۰/ ۱۴۴۵هـ ق نېټې څخه تر ۱۱/ ۱۱/ ۱۴۴۵ هـ ق نېټې) پورې (۳۸۱) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۱۰) وثيقې هم اجرا کړې دي، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
په حقوقي برخه کې:
د فراه ولایت محاکمو ته په يوه مياشت کې (۱۹۱) حقوقي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه (۲) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (۶۷) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۷۲) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
د فراه ولایت محاکمو ته په يوه مياشت کې (۳۲۳) جزائي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه (۶) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (۹۲) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۴۲) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د فراه ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۴۱۰) بېلا، بېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۱
Background image

د خوست ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت له مرکزي زندان څخه ليدنه وکړه

د خوست ولایت مرافعه محکمې عمومي رئيس الحاج مولوي عين الله (خليل)؛ د مرافعه محکمې عامه امنیت دېوان محرر مولوي حکیم الله (وقار) په ملتیا، په ۱۰/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د خوست ولایت له مرکزي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۰:۵۱
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت الینګار او قرغه‌يي ولسوالیو ته سفر وکړ

د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي ر‌ئیس محترم الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز)؛ د ۱۴۴۷ هـ ق کال د شوال المکرم په ۲۸ مه او ۲۹مه نېټه د یاد ولایت الینګار او قرغه‌يي ولسوالیو ته د ابتدائیه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۰:۴۸
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د پنجشېر ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم عالي مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي چې محترم مولوي سیف الرحمن (ذاکر) يې مشري کوله او مولوي شمس الدین (احدي) او مولوي کمال الدین (متقي) يې. . .

بیا په خبرونو کی