د پکتیکا ولایت ښاري ابتدائیه محکمې د مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۱:۱
د پکتیکا ولایت ښاري ابتدائیه محکمې د مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د پکتیکا ولایت ښاري ابتدائیه محکمې د مسؤولینو په هڅو؛ د علماء کرامو او قومي مشرانو په منځګړیتوب، په ۱۷ /۷ /۱۴۴۷ هـ ق نېټه د قتل موضوع د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده موضوع شپږ میاشتې وړاندې د دوو کورنیو ترمنځ رامنځته شوې وه؛ چې له امله يې يو کس وژل شوی و.
دغه موضوع د ښاري ابتدائیه محکمې جزا دېوان ته تر راجع کېدو وروسته په غور او دقت وڅېړل شوه؛ ورپسې مسؤولينو او قومي مشرانو دواړه کورنۍ سولې ته وهڅولې، له ډېرو هڅو او ترغيب وروسته دواړه کورنیو سولې ته غاړه کېښوده.
یاده د قتل موضوع د جانبینو تر رضایت وروسته د يوې غونډې په ترڅ کې چې د سيمې علماء کرامو، قومي مشرانو او سپین‌‌ږیرو هم ګډون درلود؛ د مقتول کورنۍ لخوا د قاتل کورنۍ ته له بخښنې وروسته په رسمي ډول پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۴:۱
Background image

د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې لخوا شپږو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې څلورم زون د جزا دېوان د پرېکړې له مخې شپږو کسانو ته چې پر غلا متهم وو؛ په ۲۹ / ۷ /۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
د جزا دېوان پنځه متهمين پر ۳ـ ۳. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۳:۵۹
Background image

د سترې محکمې اړوند جنوب غرب زون قضائي مرستيال په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د سترې محکمې اړوند جنوب غرب زون قضائي مرستيال محترم شیخ نورالله (منیر) صاحب په مشرۍ؛ د جنوب غرب زون د تميز عالي ریاست رئيس محترم مفتي شرف‌الدين (ياسيني)، د جنوب غرب زون قضائي تفتیش او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۴:۳۹
Background image

په ننګرهار ولايت کې (۱۶) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د دوو ښځو په ګډون (۱۶) کسانو ته د نامشروع اړيکو، له کوره د تېښتې، نشه يي توکو او الکولي مشروباتو د استعمال، پېر او پلور په جرمونو، په. . .

بیا په خبرونو کی