د سترې محکمې قضائي تفتيش عمومي ریاست مفتشينو لخوا د کابل ولايت د مخزن اسناد تنظیم شول

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۴۶
د سترې محکمې قضائي تفتيش عمومي ریاست مفتشينو لخوا د کابل ولايت د مخزن اسناد تنظیم شول

د سترې محکمې محترم مقام د شفاهي هدایت په اساس د قضائي پلټنې عمومي ریاست د یوه پلاوي لخوا چې مولوي سیف الرحمن (ذاکر)، مولوي عبدالولي (مصباح)، مولوي عبدالجبار (شهاب) او مولوي شمس الدین (احدي) یې غړیتوب درلود، د کابل ولایت مرافعه محکمې اړوند مخزن کې د قبالو، وثایقو، کنده‌ جاتو، د فیصلو صورت حال او نور اړوند اسناد منظم او ترتيب شول.
یاد پلاوي د مخزن کارکوونکو په ملتیا په ۱۷/ محرم الحرام/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه خپل کار پيل کړ؛ بېلابېلې قبالې، وثیقې او د فیصلو صورت حال یې په دقت سره وکتل، وروسته يې پر هر کتاب (کنده) د وثیقې نوعه، اړوند محکمه، د کتاب (کندې) د پیل او پای نېټه، د کتاب او د المارۍ شمېرې ولیکلې او په ترتيب سره يې هر کتاب (کنده) په خپله المارۍ او مشخص ځای کې کېښود.
دغه راز مؤظف پلاوي د ځینو آلماریو څخه بې‌ځایه شوي کنده جات خپلو اړوند آلماریو ته انتقال کړل او ټول کنده‌جات یې په منظمه توګه د مسلسلې شمېرې په اساس جدول ته ورسول.
همداراز یاد پلاوي د هرې المارۍ ترتیب شوي جدولونه د ډیټابیس په بڼه کمپیوټر ته ورسول؛ ترڅو په راتلونکي کې د مظلوم ولس د جایدادونو او ملکیتونو ثبت محفوظ په یاد مخزن کې په آسانۍ سره پیدا شي.
د قضائي پلټنې مؤظف پلاوي د 1447 هـ ق کال د رجب المرجب میاشتې په ۲۳ مه نېټه خپل کار پای ته ورساوه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۵:۵۱
Background image

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په يوه میاشت کې (۱۶۷۳) بېلا بېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د سندونو او وثيقو د ثبت شپږو آمريتونو په يوه میاشت کې (له ۱/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۱۶۷۳) بېلا بېلې وثيقې اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۴:۵۷
Background image

د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۴۱۱) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

 د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې له ( ۱/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې په حقوقي او جزائي برخو کې (۴۱۱) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۱:۲۳
Background image

د کونړ ولایت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولایت (۱۵) ولسوالیو ابتدائيه محاکمو ته سفر وکړ

د کونړ ولايت مرافعه محکمې رئيس الحاج مولوي عبدالکریم (شعيب)، د یادې محکمې د عامه امنیت دېوان رئیس مولوي نصیراحمد (حقاني) او د جزا دېوان مفتي مولوي محمد اصغر په ملتیا، د ۱۴۴۷هـ ق کال د. . .

بیا په خبرونو کی