د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس غزني ولایت ته د سفر پر مهال شپږ مهمې جزائي دوسیې حل او فصل کړې

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۹ - ۱۷:۲۳
د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس غزني ولایت ته د سفر پر مهال شپږ مهمې جزائي دوسیې حل او فصل کړې

د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس محترم مفتي عتیق الله (دروېش) چې محترم مفتي عبدالحی (شاکر) او محترم مفتي فضل الرحمن (قاسمي) یې ملتیا کوله، د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب په ځانګړي هدایت په ۲۶/۳/۱۴۴۶ هـ ق نېټه د یو شمېر مهمو جزائي دوسیو د نهايي کولو په موخه غزني ولایت ته سفر وکړ.
د جزاء دېوان عمومي رئیس غزني ولایت ته د دغه دوه ورځني سفر پر مهال یاد ولایت کې شپږ مهمې جزائي دوسیې چې درې د قتل دوسیې هم په کې شاملې وې حل او فصل کړې.
محترم مفتي عتیق الله (دروېش) په یاد سفر کې د غزني ولایت د مرافعه او نورو اړوند محاکمو له قضائي غړو سره وکتل؛ د جزائي موضوعاتو د حل او فصل په موخه یې ورسره تفصیلي خبرې وکړې.
د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس د غزني ولایت د محاکمو قضائي غړو ته د جزائي دوسیو د حل او فصل په موخه لازم هدایات وکړل وویل، محاکم د اسلامي نظام له ډېرو مهمو ارګانونو څخه دي، چې مهم مسؤولیت یې د عدالت تامین، د مظلوم غږ اورېدل، مجرمینو ته د شرعي اصولو مطابق سزا ورکول او حق حقدار ته سپارل دي.
محترم مفتي دروېش صاحب زیاته کړه، محاکم په خپلو پرېکړو کې کاملاً خپلواک دي؛ بناءً د محاکمو مسؤولین باید د شریعت مطابق فیصلې وکړي او د هېچا تر مستقیم یا غیر مستقیم فشار لاندې رانشي.
دغه راز د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس د یاد سفر پر مهال د جزائي دوسیو له جانبینو سره وکتل او له هغوی یې د دوسیو په اړه بشپړ تحقیقات وکړل.
د یادونې وړ ده چې له دې شپږو قضيو څخه يوه جزائي قضيه په ۱۳۸۴ هـ ش کال کې رامنځته شوې وه؛ چې اوس د ياد پلاوي لخوا طرفين سولې ته ترغيب شول او د دوی ترمنځ شاوخوا شل کلنه دښمني يې د سولې له طریقه حل او پای ته ورسوله.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتیا

د تدارکاتو د اصولو له مخې ټولو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې د افغانستان اسلامي امارت ستره محکمه په نظر کې لري د ۱۴۰۵هـ ش مالي کال لپاره د افغان رود رنر لوژستیکي  شرکت سره چې د جواز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۳:۲۱
Background image

د کونړ ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۵۹) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۸۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

د کونړ ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۵۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۴۱
Background image

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس کاپیسا او پنجشېر ولایتونو ته سفر وکړ

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس محترم الحاج مولوي نجیب الله (رفیع)، د دغه ریاست د ملکي او نظامي قوماندانۍ د مسؤولینو په ملتیا، د روان ۱۴۴۸هـ ق کال د صفرالمظفر د میاشتې په. . .

بیا په خبرونو کی