په لغمان ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۴:۱۸
په لغمان ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د لغمان ولايت ښاري ابتدائيه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته چې پر لواطت متهم وو؛ په ۱۸/ ۵/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائيه محکمې یاد کسان پر ۳۹ـ ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائید وروسته پر متهمينو تطبيق شوه.
په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو رئيسانو، قضائي غړو، اداري کارکوونکو، مراجعينو او عامو هېوادوالو ګډون درلود.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۰:۵۳
Background image

په زابل ولایت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د زابل ولایت شاه جوی ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې یو کس ته چې پر غلا متهم و؛ په ۲۵/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد کس په درې کاله تنفيذي بند او ۳۹. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۹:۵۹
Background image

د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې (۸۱۶) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې (له ۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۶/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې (۸۱۶) دوسيو ته رسېدنه کړې ده. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۹:۵۷
Background image

د کابل ولایت مرافعه، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۳۴۱) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت مرافعه محکمې دېوانونو، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونیو کې (له ۱ /۱۰ /۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۶ /۱۰ /۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۴۱) دوسيو ته رسېدنه. . .

بیا په خبرونو کی