د روزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۱:۵۹
د روزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د روزګان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم شیخ محمود (ابوالفیض) په مشرۍ؛ د مرافعه محکمې د دېوانونو رئیسانو، قضائي غړو او اداري کارکوونکو، د ښاري ابتدائيه محکمې رئیس او د یادې محکمې د دېوانونو رئیسانو، قضائي غړو او اداري کارکوونکو، د اختصاصي محکمې رئیس، حقوقو آمر، د ثبت اسناد او وثایقو آمریت قضائي او اداري کارکوونکو او د مرافعه محکمې د مفرزه قطعې قوماندان په ګډون، په ۲۰/ ۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه قضائي او اداري غونډه ترسره شوه.
غونډه د ښاري ابتدائیه محکمې د مدني دېوان محرر مولوي نقیب الله لخوا د قرآنکریم د څو مبارکو آياتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئیس ټولو قضائي غړو او اداري کارکوونکو ته ښه راغلاست ووايه.
د غونډې په دوام مرافعه محکمې رئيس ټولو ګډونوالو ته وویل، په خپل منځ کې همغږي او يووالی ولرئ، خپلې ټولې چارې د هغه فرمانونو او متحدالمآلونومطابق ترسره کړئ، چې د لوړو مقاماتو څخه راځي.
نوموړي د مراجعینو د ستونزو د حل په اړه وویل، باید نوبت مراعات شي، کوم مراجعین چې نوبت یې وي هغه ته باید نوبت ورکړل شي او د ټولو مراجعینو ستونزې د اصولو او شریعت مطابق حل او فصل شي.
دغه راز د مرافعه محکمې رئيس د غونډې په وروستيو کې ټول قضائي، اداري او خدمتي کارکوونکو ته جدي سپارښتنه وکړه چې د حاضرۍ پابندي وکړي او په ټاکلي وخت دندو ته حاضر شي.
 غونډه د دعاء په ويلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۱:۲۱
Background image

په روزګان ولايت کې څلورو مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د روزګان ولايت دهراود ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې څلورو کسانو ته له کور او محبس څخه د تېښتې په جرم او غلا په تور، نن شنبه (۱۸/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائی. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۰:۵۶
Background image

په نیمروز ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د نیمروز ولايت ښاري ابتدائیه محکمې د جزا دېوان د پرېکړې له مخې يو کس ته د غلا په تور؛ په ۱۶/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
د جزا دېوان یاد مجرم په درې کاله تنفيذي بند او ۳۰. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۹:۲۷
Background image

د کندهار او زابل ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (۸۳۴) عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د کندهار او زابل ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (له ۱/۸/۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹/۸/۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په. . .

بیا په خبرونو کی