د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۹۱) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۱۱) وثیقې يې هم اجرا کړې دي

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۱:۳۰
د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۹۱) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۱۱) وثیقې يې هم اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتداٸيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په يوه مياشت کې د ۱/ ۱۲/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۲۹/ ۱۲/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټې پورې (۲۹۱) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۱۱) وثيقې يې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې: 
په حقوقي برخه کې د (۱۱۱) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۴۲) دوسیې فیصله شوې، (۲۲) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي. 
په جزائي برخه کې: 
په جزائي برخه کې د (۱۷) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۹۷) دوسیې فیصله شوې، (۲) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي. 
د وثيقو برخه کې:
د خوست ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۱۱) بېلابېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۴۵
Background image

په روزګان ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د روزګان ولايت مرافعه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته د نکاح شوې ښځې د تښتولو په جرم؛ نن چهارشنبه (۱۵/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.

مرافعه محکمې یاد مجرم په دوه کاله او شپږ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۲۹
Background image

د کندهار زون نظامي محکمې رئيس زابل ولايت ته سفر وکړ

د کندهار زون نظامي محکمې عمومي رئيس محترم الحاج مولوي محمدګل (صياد)، په ۱۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه زابل ولايت ته سفر وکړ.
محترم مولوي صیاد د دغه سفر پر مهال د یاد ولايت له نظامي محکمې څخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۳۴
Background image

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا ‍(۱۷) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې (۱۷) کسانو ته د نشه‌یي تابلیتو (تابلیت کا، ذیکپ)، شیشې او الکولي مشروباتو د خرڅلاو او قاچاق په جرمونو،. . .

بیا په خبرونو کی