د کندهار ولايت دامان ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د دوو کورنيو ترمنځ دښمني په دوستۍ بدله شوه

m_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۴:۳۸
د کندهار ولايت دامان ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د دوو کورنيو ترمنځ دښمني په دوستۍ بدله شوه

د کندهار ولايت دامان ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په ډېرو هڅو د دوو کورنيو ترمنځ یوولس کاله مخکې رامنځته شوې د قتل موضوع؛ په ۱۰/ ۶/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه حل او شته دښمني يې په دوستۍ بدله شوه.
یاده موضوع ابتدائیه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور او دقت وڅېړل شوه، ورپسې د مسؤولينو په هڅو دواړه لوري سولې ته وهڅول شول، دوی هم ومنله او موضوع يې رسماً حل او شته دښمني يې په دوستۍ بدله شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۲:۳۲
Background image

د سترې محکمې د جنوب لوېديځ زون تميز عالي ریاست له خوا یو ورځنی سیمینار جوړ شو

د سترې محکمې اړوند جنوب لوېديځ زون د تمیز عالي ریاست د دفتر رئیس محترم مولوي محمد عمر (عمري) په مشرۍ؛ د سترې محکمې د کاري پلان او ارزونې فورم د تشرېح په موخه، په ۳/ ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۳۹
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د سمنګان ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف هيئت د محترم مولوي سیف الرحمن (ذاکر) په مشرۍ؛ چې مولوي شمس الدین (احدي) او مولوي کمال الدین (متقي) يې غړيتوب. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۳۵
Background image

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائيوي چارو ریاست د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائيوي چارو ریاست د غونډو په تالار کې د یاد ریاست د رئیس محترم الحاج مولوي نجیب الله (رفیع) په مشرۍ؛ د معاونیتونو، قوماندانیو او مدیریتونو د تېرې اوونۍ د. . .

بیا په خبرونو کی