د سترې محکمې د مالي او اداري چارو عمومي ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال د لومړۍ ربعې لنډ راپور
د سترې محکمې مالي او اداري چارو عمومي ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال په لومړۍ ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړي دي:
1. په لومړۍ ربعه کې د یاد ریاست لخوا د قضائي زده کړو عمومي ریاست کې د ټاکل شوي هیئت په وړاندې (۳۶) عرادې وسایطو د لیلام اسناد د ریاست الوزراء عالي مقام له منظورۍ وروسته ترتیب او یاد وسایط لیلام ته وړاندې شول.
2. په لومړۍ ربعه کې د مالیې وزارت د متحدالمآل او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظهالله تعالی) د فرمان پر اساس، (۱۰۴) قضائي، اداري او خدماتي منسوبین چې د تقاعد مستحق وو؛ د اته سلنه تقاعد سهمیه ورکړل شوه.
3. په لومړۍ ربعه کې د سترې محکمې او د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست د روغتیایي کلینیکونو لخوا (۳۲۸۲) مجاهدینو او اداري کارکوونکو ته د لابراتواري معایناتو، زرقیاتو، سیروم، اکسېجن تراپي او زړه ګراف په برخو کې طبي خدمات وړاندې شوي دي.
4. په لومړۍ ربعه کې د سترې محکمې د اړتیا وړ (۵۸۵) قطعې معاشونه او مصرفي حوالې اجرا او مالیې وزارت ته لېږل شوې دي.
5. په لومړۍ ربعه کې د ساختماني چارو په برخه کې د کابل ولایت د اوومې حوزې اړوند د وثايقو ودانۍ د اساسي جوړښت او د ابتدائيه محاکمو ګڼ شمېر ودانیزې پروژې تطبیق او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې؛ چې په کې د فلزي الماریو او زرهې دروازو جوړول، د سولري انرژۍ سیستمونه، د موټرو تم ځایونه، د اوبو رسونې سیستمونو جوړول، د جومات او نورو لازمو ودانیو جوړول، د څښاک اوبو د تصفیې خونې، د ژورې څاه کېندل او د قاضیانو استوګنې کورونه شامل دي.
