د هلمند ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د باباجي او ګرشګ ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه ليدنه وکړه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۱۵:۷
د هلمند ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د باباجي او ګرشګ ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه ليدنه وکړه

د هلمند ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم شیخ غلام حضرت (ابوالمنذر)؛ په ۲۹/ ۳/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د يوه پلاوي په ملتيا چې د تحريراتو او حقوقو آمرينو او د امنيتي قطعې قوماندان په کې ګډون درلود؛ د یاد ولايت د باباجي او ګرشک ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه ليدنه وکړه.
 یاد پلاوي په په دغه سفر کې د باباجي ولسوالۍ له ولسوال او مرستيال، امنیه قوماندان، د علماوو شورا، امربالمعروف او نهی عن المنکر، کرنې او مالدارۍ، د احکامو او فرامینو د تعقیب او نظارت او ښاروالۍ له مسؤولینو سره وکتل.
په دې لیدنه کې د یادې ولسوالۍ ولسوال له محاکمو سره پر همکارۍ ټينګار وکړ وویل، موږ له محاکمو سره پوره همکارۍ ته ژمن او په دې برخه کې به هېڅ راز هڅې ونه سپموو.
یاد پلاوي د مراجعینو ستونزې واورېدې او وروسته يې د اړوند ابتدائیه محکمې له مسؤولينو سره شريکې کړې.
دغه راز د مرافعه محکمې رئیس او ورسره مل پلاوي د ګرشګ ابتدئیه محاکمو له قضائي غړو او اداري کارکوونکو سره وکتل، د هغوی کارونه يې له نیږدې وکتل، غوښتنې يې واورېدې او د کارونو د ښه‌والي په موخه یې ورته لازمې لارښوونې او هدايات وکړل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۴:۲۹
Background image

د سترې محکمې د امنيتي او اجرائیوي چارو رياست لپاره نوی رئيس او مرستيال معرفي شول

نن ورځ د ۱۴۴۷ هـ ق کال د شعبان میاشتې په ۱۹مه نېټه، د یوې غونډې په ترڅ کې محترم ملا نجیب الله رفیع د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو د نوي رئیس په توګه او محترم مولوي مطیع الله. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۱:۵۹
Background image

په روزګان ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د روزګان ولايت مرافعه محکمې جزا دېوان د پرېکړې له مخې يو کس ته پلار ته د ښکنځلو او سپکاوي په جرم؛ په ۱۷/ ۸/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.

د جزا دېوان ياد مجرم په پنځه میاشتې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۱:۱۲
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۶۱۸) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۵۱۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۵/ ۸/ ۱۴۴۷هـ ق نېټې څخه ۱۷ /۸ / ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۶۱۸) دوسيو ته پر رسېدنه. . .

بیا په خبرونو کی