د ميدان وردګ ولایت نرخ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۱:۱۵
د ميدان وردګ ولایت نرخ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د ميدان وردګ ولايت نرخ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په ډېرو هڅو؛ د عمدي قتل له امله رامنځته شوې د قتل موضوع په ۴/ ۳/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه حل او فصل شوه.
د قتل یاده موضوع د میدان وردګ ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ رامنځته شوې وه؛ چې ابتدائيه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور وڅېړل شوه.
د یادې موضوع په اړه د ابتدائیه محکمې مسؤولينو اصلاحي فيصله وکړه؛ د دواړو کورنيو ترمنځ دښمني پای ته ورسېده او موضوع يې رسماً حل او فصل شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۰:۵۳
Background image

د بدخشان ولایت نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شول

د بدخشان ولایت نظامي ابتدائيه محکمې د رئيس محترم شیخ عبدالباري (صالحي) په ډېرو هڅو، قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د ځمکې پر سر رامنځته شوې د عمدي قتل موضوع، په ۱۵/ ۹/ ۱۴۴۷ هـ ق. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۰:۴۸
Background image

د روزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د روزګان ولایت مرافعه محکمې عمومی رئیس الحاج شیخ محمود (ابوالفیض) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري محاکمو د دېوانونو رئیسانو، قضائي غړو، اداري کارکوونکو، د حقوقو آمر، د ثبت اسناد او وثایقو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۴۵
Background image

په روزګان ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د روزګان ولايت مرافعه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته د نکاح شوې ښځې د تښتولو په جرم؛ نن چهارشنبه (۱۵/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.

مرافعه محکمې یاد مجرم په دوه کاله او شپږ. . .

بیا په خبرونو کی