د میدان وردګ او بغلان ولايتونو محاکمو په یوه میاشت کې (۱۰۲۹) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۸۶۰) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۳ - ۱۲:۳۲
د میدان وردګ او بغلان ولايتونو محاکمو په یوه میاشت کې (۱۰۲۹) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۸۶۰) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ او بغلان ولايتونو مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې د ۱/ ۸/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټې څخه ۲۹/ ۸/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټې پورې (۱۰۲۶) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۸۶۰) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې (۷۱۵) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۵۳۱) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۶۳) دوسیې فیصله شوې، (۶۱) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې (۲۰۶) جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۶۲) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۹۲) دوسیې فیصله شوې، (۱۷) دوسیې مکتوبي مسترد شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په تجارتي برخه کې:
د (۱) دوسيې په اړه قضائي قرار صادر شوی، (۲) دوسيې فيصله شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د ميدان وردګ او بغلان ولايتونو محاکمو په يوه مياشت کې (۸۶۰) قطعې بېلابېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۱:۲۱
Background image

د کندهار د مرافعه محکمې رئیس د نشه‌یي توکو د روږدو بندیانو له محبس څخه لیدنه وکړه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد (محمدي)، د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان محرر مولوي عبدالستار په ملتيا، په ۲۷/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه په یاد ولايت کې پر نشه‌يي توکو د. . .

بیا په خبرونو کی