د جنوب غرب زون د قضائي تفتیش عمومي ریاست پلاوي د فراه ولایت له اړوند محاکمو لیدنه وکړه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۶ - ۱۳:۲۲
د جنوب غرب زون د قضائي تفتیش عمومي ریاست پلاوي د فراه ولایت له اړوند محاکمو لیدنه وکړه

د سترې محکمې د قضائي معاونیت د محترم مقام په هدایت د جنوب غرب زون د قضائي تفتیش عمومي ریاست پنځه کسیز پلاوي د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د صفرالمظفر میاشتې په ۱۱مه نېټه د فراه ولایت د محاکمو د چارو د پلټنې او بررسۍ په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ.

د جنوب غرب زون د قضائي پلټنې دغه پلاوي فراه ته د سفر پر مهال د یاد ولایت د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو له رئیسانو سره وکتل او د اړوند موضوعاتو په اړه تر خبرو وروسته یې د محاکمو د چارو د لابهبود په موخه ورته لازمې مشورې ورکړې.

دغه راز یاد پلاوي د خپل سفر په دوام د فراه ولایت د محاکمو له ټولو دېوانونو څخه جلا جلا لیدنه وکړه.

د جنوب غرب زون د قضائي تفتیش عمومي ریاست دغه پلاوي د خپل سفر په جریان کې یادو محاکمو د عریضو د ثبت کتابونه، د حقوقي او جزائي دوسیو د ثبت کتابونه، صادره او وارده او د رسیداتو کتابونو علاوه د حاضرۍ کتابونه هم له نږدې وکتل.

 

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۳:۵۵
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولایت د شپږو ولسوالیو له ابتدائيه محاکمو څخه لیدنه وکړه

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس محترم خليفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) او ورسره مل پلاوي، د ۱۴۴۸هـ ق کال د محرم الحرم میاشتې له ۲۹مې د صفرالمظفر میاشتې تر ۷مې نېټې د ننګرهار ولايت د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۱:۵۶
Background image

د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس د یوه پلاوي په مشرۍ سمنګان، کندوز، تخار، بغلان او بدخشان ولایتونو ته رسمي سفر وکړ

د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس، محترم مفتي عتیق الله (دروېش)، د مفتي عبدالحی (شاکر) او مفتي فضل الرحمن (قاسمي) په ملتیا، د ۱۴۴۸هـ ق کال د محرم الحرام په ۲۸مه نېټه، د سترې محکمې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۱:۲۴
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۸۶۱) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۵۱۰) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۲۵/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۸ /۲ / ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۸۶۱) دوسيو ته پر رسېدنه. . .

بیا په خبرونو کی