د زابل ولایت د ښاري محکمې له لوري (۹) متهمینو ته تعزيري سزا ورکړل شوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۶ - ۱۱:۳۹
د زابل ولایت د ښاري محکمې له لوري(۹) متهمینو ته تعزيري سزا ورکړل شوه

نن یکشنبه د روان ۱۴۴۵ ھـ ق کال د ربيع الاول مياشتې په دویمه نېټه د زابل ولایت د مرافعه او ښاري محکمې په انګړ کې د یوې ښځې په ګډون (۹) کسانو ته د غلا، نامشروع اړيکو او غير شرعي واده کولو د جرمونو په اساس، د ښاري محکمې رياست د جزا دېوان په حکم تعزیري سزا ورکړل شوه.

ياد تعزيرات په داسې حال کې ترسره شول چې د زابل ولايت د مرافعه محکمې رئيس محترم شيخ مولوي نقيب الله (اخندزاده) صاحب، د ښاري محکمې رئيس محترم مولوي فضل الرحمن (فضلي)، د مرافعه او ښاري محاکمو  ټولو قضائي او اداري کارکوونکو او ګڼ شمېر مراجعينو شتون درلود.

غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آياتونو په تلاوت پيل شوه، ورپسې د مرافعه محکمې رئیس محترم شيخ نقيب الله (اخندزاده) صاحب په اسلامي نظام کې مجرمينو ته د تعزيراتو ورکولو پر اهميت او د ټولنې پر اصلاح مفصلې خبرې وکړې.

وروسته په تعزير بالضرب  سره محکوم شويو کسانو ته تعزير ورکړل شو او د تعزیري سزا د تطبیق په موخه جوړه شوې غونډه د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

 

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۱:۳۸
Background image

د کندهار، هلمند او تخار ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (۱۹۸۰) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د کندهار، هلمند او تخار ولايتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې له (۱/ ۴ /۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹ /۴/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۱۹۸۰) عرض‌پاڼو او دوسيو ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۱:۳۵
Background image

د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۳۱۰) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۵۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ننګرهار ولايت مرافعه، وثايقو، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په دوو اونيو کې له (۱۶/ ۴/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۱۰) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۱۵۵). . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۰:۲۲
Background image

د کابل ولایت مرافعه محکمې د وثیقو د تصحېح کمېسیون په يوه مياشت کې د (۱۲۳) وثيقو د تصحېح قرارونه صادر کړي دي

د کابل ولايت مرافعه محکمې د وثيقو تصحېح کمېسيون په یوه میاشت کې (له ۵ /۴ /۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱ /۵ /۱۴۴۷هـ ق نېټې) پورې د (۱۲۳) بېلا بېلو وثیقو د تصحېح قرارونه صادر کړي دي.
د یادونې وړ ده. . .

بیا په خبرونو کی