د خوست د مرافعه محکمې رئیس د ياد ولايت د علماوو شورى له پلاوي سره وکتل

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۳ - ۱۰:۷
د خوست د مرافعه محکمې رئیس د ياد ولايت د علماوو شورى له پلاوي سره وکتل


د ١٤٤٥ هـ ق کال د ربيع الثاني مياشتې په ٢مه نېټه د خوست ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج مولوي امین الله(منیب) په خپل کاري دفتر کې د دغه ولایت د علماوو شوری له پلاوي سره لیدنه وکړه.
 په یاده لیدنه کې پر مهمو موضوعاتو خبرې وشوې او د علماوو شوری مرستیال د محاکمو له کړنو او فعاليتونو څخه خوښي څرګنده کړه.
دغه راز د ناستې په پاى کې د علماوو شوری استازو ته د خوست د مرافعه محکمې د رئیس لخوا د هر راز اصولي همکارۍ ډاډ ورکړل شو او غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۱۵
Background image

د لوګر ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۵۰) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۲۹) وثیقې هم اجرا کړې دي

د لوګر ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۵۰) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۲۹) وثيقې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۰:۵۶
Background image

د کابل ولایت مرافعه محکمې د وثیقو د تصحېح کمېسیون په دوو اونيو کې د (۳۳) وثیقو د تصحېح قرارونه صادر کړي

د کابل ولایت مرافعه محکمې د وثیقو د تصحېح کمېسیون په دوو اونيو کې (له ۱۳ /۱۰ /۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹ /۱۰ /۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې د (۳۳) بېلابېلو وثیقو د تصحېح قرارونه صادر کړې دي.
 یاد کمېسیون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۰:۵۴
Background image

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په دوو اونيو کې (۱۰۶۱) بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د سندونو او وثيقو د ثبت شپږو آمريتونو په دوو اونيو کې له (۱۶/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق) نېټې پورې (۱۰۶۱) بېلابېلې وثيقې اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول. . .

بیا په خبرونو کی