د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست رئیس د یوه پلاوي په مشرۍ د شمال زون ولایتونو ته سفر پیل کړ

m_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳۱ - ۱۵:۲۷
د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست رئیس د یوه پلاوي په مشرۍ د شمال زون ولایتونو ته سفر پیل کړ

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد رئیس محترم حافظ مولوي عبدالعزیز (میوندي) د یوه پلاوي په مشرۍ نن شنبې (۱۸ /۳ /۱۴۴۶ هـ ق) نېټه د هېواد شمال زون اته (فاریاب، جوزجان، سرپل، سمنگان، کندوز، بغلان، بدخشان او تخار) ولایتونو ته د مرافعه محاکمو لپاره د دعوت او ارشاد برخې آمرینو د ټاکلو په موخه سفر پیل کړ.
د دعوت او ارشاد رئیس او ورسره مل پلاوی به یادو ولایتونو ته د سفر پر مهال د مرافعه محاکمو لپاره د دعوت او ارشاد آمرینو د ټاکلو په موخه له لسګونه دیني علماء کرامو ازموینه واخلي او د ازموینو د پایلو پر اساس به یادو بستونو ته وړ او مسلکي کسان وګوماري.
په دې سربېره به د دعوت او ارشاد ریاست دغه پلاوی د یادو ولایتونو د مرافعه محاکمو له قضائي او ادارو غړو سره اصلاحي ناستې وکړې او د یادو محاکمو کارکوونکو ته به اصلاحي ویناوې وکړې.
د یادونې وړ ده چې د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي له دې مخکې د هېواد یو شمېر نورو ولایتونو ته هم سفرونه کړي او د مرافعه محاکمو لپاره د دعوت او ارشاد د آمرینو د ټاکلو په موخه یې له لسګونو دیني علماء کرامو څخه ازموینې اخیستې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۳:۳۹
Background image

د پکتيا زون نظامي محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د پکتيا زون نظامي محکمې د رئیس الحاج مولوي عبدالجلیل آغا (حسیني) په مشرۍ؛ چې قضائي هیئت، د یاد ولایت مرستیال محترم شیخ انعام الله (صلاح الدین)، د اړوند ادارو مسؤولینو، د حوزو آمرينو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۰:۵۴
Background image

د ننګرهار زون نظامي محکمې سرپرست د لغمان او لوېدیځ نورستان له نظامي محکمې ليدنه وکړه

د ننګرهار زون نظامي محکمې سرپرست رئیس مولوي عبدالحمید (صمیم)؛ د یادې محکمې محرر مولوي معراج احمد (صهیب)، په ۱۶/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د لغمان او لوېدیځ نورستان له ابتدائیه نظامي محکمې څخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۰:۴۰
Background image

د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۱۷۳) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۶۴) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱ / ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۵ / ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۱۷۳) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره،. . .

بیا په خبرونو کی