د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس د هېواد څلورو ولایتونو ته د سفر پر مهال (۲۲) جزائي دوسیو په اړه وروستۍ څېړنې بشپړې کړې

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۸ - ۱۰:۴۵
د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس د هېواد څلورو ولایتونو ته د سفر پر مهال (۲۲) جزائي دوسیو په اړه وروستۍ څېړنې بشپړې کړې

د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس محترم مفتي عتیق الله (دروېش) د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب په ځانګړي هدایت د روان ۱۴۴۶ هـ ق کال د شعبان المعظم میاشتې له ۲مې تر ۵مې نېټې د یو شمېر مهمو جزائي دوسیو په اړه د وروستیو څېړنو د بشپړولو په موخه د هېواد څلورو ولایتونو (پکتیا، پکتیکا، خوست او لوګر) ته سفر وکړ.
د جزاء دېوان عمومي رئیس چې مفتي عبدالحی شاکر او مفتي فضل الرحمن (قاسمي) یې ملتیا کوله یادو ولایتونو ته د سفر پر مهال (۲۲) جزائي دوسیو په اړه وروستۍ څېړنې بشپړې کړې.
محترم مفتي عتیق الله (دروېش) د یاد سفر پر مهال د یادو ولایتونو د مرافعه محاکمو له رئیسانو او نورو اړوند محاکمو له قضائي غړو سره وکتل، د جزائي موضوعاتو د حل او فصل په موخه یې تر تفصیلي خبرو وروسته ورته لازم هدایات وکړل.
دغه راز د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس او ورسره مل پلاوي په یاد سفر کې د جزائي دوسیو له جانبینو سره هم وکتل او له هغوی یې د دوسیو په اړه وروستي بشپړ تحقیقات وکړل.
د سترې محکمې دغه قضائي پلاوي د یادو لیدنو علاوه د خوست ولایت علي شېر ولسوالۍ ته سفر وکړ، په یاده ولسوالۍ کې یې د تېرې امنیتي پېښې ځای له نږدې ولید او د قربانیانو له کورنۍ سره یې وکتل، دوی ته یې پر تسلیت سربېره ډاډ ورکړ چې د اسلامي امارت محاکم به د دې پېښې عاملین د شریعت مطابق مجازات کړي.
دغه راز د جزا دېوان رئیس امنیتي مسؤولینو ته سپارښتنه وکړه چې د یادې پېښې جدي پلټنه وکړي، ټول عاملین یې پیدا او دوسیې یې د شرعي پرېکړو په موخه اړوند محکمې ته راجع کړي.
د یادونې وړ ده چې د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس محترم مفتي عتیق الله (دروېش) له دې مخکې هم د جزائي دوسیو په اړه د وروستیو تحقیقاتو بشپړولو په ځینو ولایتونو ته سفرونه کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۰:۵۳
Background image

د بدخشان ولایت نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شول

د بدخشان ولایت نظامي ابتدائيه محکمې د رئيس محترم شیخ عبدالباري (صالحي) په ډېرو هڅو، قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د ځمکې پر سر رامنځته شوې د عمدي قتل موضوع، په ۱۵/ ۹/ ۱۴۴۷ هـ ق. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۰:۴۸
Background image

د روزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د روزګان ولایت مرافعه محکمې عمومی رئیس الحاج شیخ محمود (ابوالفیض) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري محاکمو د دېوانونو رئیسانو، قضائي غړو، اداري کارکوونکو، د حقوقو آمر، د ثبت اسناد او وثایقو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۴۵
Background image

په روزګان ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د روزګان ولايت مرافعه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته د نکاح شوې ښځې د تښتولو په جرم؛ نن چهارشنبه (۱۵/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.

مرافعه محکمې یاد مجرم په دوه کاله او شپږ. . .

بیا په خبرونو کی