د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۵۷۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۲۲) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۰ - ۱۱:۴۵
د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۵۷۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۲۲) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه محکمې، ښاري ابتدائيه محکمې، د بلخ زون نظامي محکمې او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په دوو اونيو کې له (۲۴/ ۷/ ۱۴۴۶هـ ق نېټې څخه تر ۷ /۸ / ۱۴۴۶هـ ق) نېټې پورې (۵۷۷) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۲۲) وثيقې هم اجرا کړې دي، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۳۸۰) حقوقي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۴۹) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۰۴) دوسیې فیصله شوې، (۴۷) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۱۶۸) جزائي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۷۵) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۸۷) دوسیې فیصله شوې، (۱۵) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو په دوو اونيو کې (۲۲۲) بېلا بېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۵۳
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۶۰۵) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۷۴۸) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۳ /۱۱ / ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۶۰۵) دوسيو ته پر رسېدنه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۵۰
Background image

د زابل‎ ولايت ښاري ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو، د قتل اړوند (۱۸) کلنه موضوع حل او فصل شوه

د زابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې اړوند جزا دېوان په هڅو؛ قومي مشرانو، سپین‌ږیرو او علماء کرامو په منځګړیتوب، په ۶/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه، (۱۸) کاله مخکې رامنځته شوې موضوع چې يو کس په کې وژل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۱
Background image

د خوست ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت له مرکزي زندان څخه ليدنه وکړه

د خوست ولایت مرافعه محکمې عمومي رئيس الحاج مولوي عين الله (خليل)؛ د مرافعه محکمې عامه امنیت دېوان محرر مولوي حکیم الله (وقار) په ملتیا، په ۱۰/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د خوست ولایت له مرکزي. . .

بیا په خبرونو کی