د ننګرهار او زابل ولايتونو محاکمو په دوو اونيو کې (۴۹۰) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۲۹) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۶ - ۱۲:۷
د ننګرهار او زابل ولايتونو محاکمو په دوو اونيو کې (۴۹۰) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۲۹) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ننګرهار او زابل ولايتونو مرافعه، وثايقو، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په دوو اونيو کې له ( ۱۵/ ۸/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۲۹/ ۸/ ۱۴۴۶ هـ ق) نېټې پورې (۴۹۰) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۴۲۹) وثيقې یې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقی برخه کې:
د ننګرهار او زابل ولایتونو محاکمو ته په دوو اونيو کې (۲۵۰) حقوقي دوسيې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۸۵) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۶۳) دوسیې فیصله شوې، (۳۷) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
 د ننګرهار او زابل ولایتونو محاکمو ته په دوو اونيو کې (۲۱۴) جزائي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۱۳) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۰۳) دوسیې فیصله شوې، (۲۹) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په تجارتي برخه کې:
د ننګرهار ولايت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۵۹) تجارتي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۳۷) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۴) دوسیې فیصله شوې، (۹) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د ننګرهار او زابل ولايتونو محاکمو په دوو اونيو کې (۴۲۹) بېلا،بېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۰:۵۳
Background image

د بدخشان ولایت نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شول

د بدخشان ولایت نظامي ابتدائيه محکمې د رئيس محترم شیخ عبدالباري (صالحي) په ډېرو هڅو، قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د ځمکې پر سر رامنځته شوې د عمدي قتل موضوع، په ۱۵/ ۹/ ۱۴۴۷ هـ ق. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۰:۴۸
Background image

د روزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د روزګان ولایت مرافعه محکمې عمومی رئیس الحاج شیخ محمود (ابوالفیض) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري محاکمو د دېوانونو رئیسانو، قضائي غړو، اداري کارکوونکو، د حقوقو آمر، د ثبت اسناد او وثایقو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۴۵
Background image

په روزګان ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د روزګان ولايت مرافعه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته د نکاح شوې ښځې د تښتولو په جرم؛ نن چهارشنبه (۱۵/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.

مرافعه محکمې یاد مجرم په دوه کاله او شپږ. . .

بیا په خبرونو کی