د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې دویم زون او امنیتي حوزو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۲:۱۳
د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې دویم زون او امنیتي حوزو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې د دویم زون عمومي رئیس محترم مفتي محمد عرفان (الهام) په مشرۍ؛ د یاد زون اړوند د جزا او امنیت عامه دېوانونو رئیسانو، د دویم زون اړوند امنیتي حوزو آمرینو او د جنائي پیښو پر وړاندې د مبارزې مدیرانو په ګډون په ۹/۹/ ۱۴۴۶ هـ ق د چارو د ښه انسجام او اداري آسانتیاوو په موخه مشورتي او تفاهمې غونډه ترسره شوه.
غونډه د دويمې امنیتي حوزې د آمر محترم عبدالله (غزنوي) په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د یاد زون عمومي رئیس ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د بحث او اجنډا موضوعات روښانه کړل وویل، په دې غونډه کې باید د امیرالمؤمنین (حفظه الله) هغه فرامینو په اړه خبرې وکړو کوم چې د محاکمو او جنائي پېښو د متهمینو او بندیانو په اړه دي او په ګډه هڅه وکړو چې یاد فرامین په ښه توګه عملي شي.
د غونډې په دوام د یادو فرمانونو په اړه له بحث وروسته د حوزو آمرینو د جزائي دوسیو په اړه خپل نظرونه وړاندې کړل او د جزا او امنیت عامه دېوانونو رئیسانو لخوا یاد نظرونه یاداشت شول.
ورپسې د یاد زون محترم رئیس د امنیتي حوزو لخوا د وړاندې شويو نظرونو او اړوند مسايلو ته د غوره رسېدنې حل لارې بیان کړې.
دغه راز په دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې د دواړو ادارو ترمنځ به په دوامداره توګه ښه همغږي موجوده وي؛ تر څو د خلکو ستونزو ته په عاجله او ښه توګه رسېدنه وشي.
غونډه د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۰:۵۳
Background image

د بدخشان ولایت نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شول

د بدخشان ولایت نظامي ابتدائيه محکمې د رئيس محترم شیخ عبدالباري (صالحي) په ډېرو هڅو، قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د ځمکې پر سر رامنځته شوې د عمدي قتل موضوع، په ۱۵/ ۹/ ۱۴۴۷ هـ ق. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۰:۴۸
Background image

د روزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د روزګان ولایت مرافعه محکمې عمومی رئیس الحاج شیخ محمود (ابوالفیض) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري محاکمو د دېوانونو رئیسانو، قضائي غړو، اداري کارکوونکو، د حقوقو آمر، د ثبت اسناد او وثایقو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۴۵
Background image

په روزګان ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د روزګان ولايت مرافعه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته د نکاح شوې ښځې د تښتولو په جرم؛ نن چهارشنبه (۱۵/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.

مرافعه محکمې یاد مجرم په دوه کاله او شپږ. . .

بیا په خبرونو کی