د کونړ ولایت مرافعه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل شوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۳۰ - ۱۱:۷
د کونړ ولایت مرافعه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل شوه

د کونړ ولایت مرافعه محکمې مسؤولینو په  دوامداره هڅو او قومي مشرانو په منځګړیتوب په  ۱۹/ ۱۱/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه  د قتل یوه موضوع چې یو کال مخکې د غازي‌آباد ولسوالۍ اړوند رامنځته شوې وه؛ حل او فصل شوه.
د قتل دغه موضوع چې د غازي‌آباد ولسوالۍ اړوند د دوو کورنیو ترمنځ رامنځته شوې وه؛ د مرافعه محکمې سرپرست رئیس مولوي لعل محمد (صدیقي)، د ښاري ابتدائیه محکمې سرپرست رئیس مولوي رحمت الله او نورو مسؤولینو او قومي مشرانو په ډېرو هڅو او ترغيب حل او فصل شوه.
په دې موخه جوړه شوې غونډه کې ګډونوالو په خپل وار د موضوع او د نظام د بقا اړوند هر اړخيزې ويناوې وکړې.
 ورپسې غونډه کې اصلاحي فيصله واورول شوه، دواړه لوري په فیصله راضي شول، یاده موضوع د دواړو لوریو په رضايت او خوشحالۍ پای ته ورسېده او يوه کلنه دښمني يې په دوستۍ بدله شوه.
د غونډې په وروستيو کې قومي مشرانو او دواړو کورنيو د مسؤولينو د هڅو ستاينه وکړه او د الله (جل‌جلاله) له درباره ورته د مزيد خدمت د توفيق غوښتنه وکړه. 
غونډه د ښاري ابتدائیه محکمې سرپرست رئیس په دعا پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۱
Background image

د خوست ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت له مرکزي زندان څخه ليدنه وکړه

د خوست ولایت مرافعه محکمې عمومي رئيس الحاج مولوي عين الله (خليل)؛ د مرافعه محکمې عامه امنیت دېوان محرر مولوي حکیم الله (وقار) په ملتیا، په ۱۰/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د خوست ولایت له مرکزي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۰:۵۱
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت الینګار او قرغه‌يي ولسوالیو ته سفر وکړ

د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي ر‌ئیس محترم الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز)؛ د ۱۴۴۷ هـ ق کال د شوال المکرم په ۲۸ مه او ۲۹مه نېټه د یاد ولایت الینګار او قرغه‌يي ولسوالیو ته د ابتدائیه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۰:۴۸
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د پنجشېر ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم عالي مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي چې محترم مولوي سیف الرحمن (ذاکر) يې مشري کوله او مولوي شمس الدین (احدي) او مولوي کمال الدین (متقي) يې. . .

بیا په خبرونو کی