د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې څلورم زون، امنیتي حوزو او حقوقو آمرينو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۱:۱۴
د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې څلورم زون، امنیتي حوزو او حقوقو آمرينو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې د څلورم زون رئیس الحاج مولوي روح الله (حبیبي) په مشرۍ؛ د یاد زون اړوند دېوانونو رئیسانو، د یاد زون اړوند امنیتي حوزو آمرینو، د جنائي پېښو پر وړاندې د مبارزې مدیرانو او د حقوقو آمرینو او مدیرانو  په ګډون په ۲۰/ ۱۱/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه د چارو د ښه انسجام  او اداري آسانتیاوو په موخه مشورتي غونډه وشوه.
غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د یاد زون عمومي رئیس محترم مولوي حبیبي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د غونډې د بحث موضوعات وړاندې کړل او ټول هغه موارد چې د جزائي او حقوقي دوسیو په برخه کې باید ورته لا ډېره پاملرنه وشي، یې په ګوته کړل، وویل، د امنیتي حوزو لخوا باید دوسیه په سمه توګه ترتیب او په ټاکل شوي وخت دې محکمې ته وسپارل شي.
 نوموړي د حقوقو آمرینو او مدیرانو ته په خطاب کې وویل، کله چې دوسیه محکمې ته لیږئ، ورقې یې په سمه توګه وشمېرئ او هره پاڼه مهر (ټاپه) کړئ.
د غونډې په دوام د امنیتي حوزو او حقوقو آمرینو هم د یادو مواردو په اړه نظریات شريک کړل.
د امنیتي حوزو او د حقوقو مسؤولینو د داسې غونډو جوړول ګټور وبلل او د دوام غوښتنه یې وکړه.
غونډه د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۱:۲۱
Background image

په روزګان ولايت کې څلورو مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د روزګان ولايت دهراود ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې څلورو کسانو ته له کور او محبس څخه د تېښتې په جرم او غلا په تور، نن شنبه (۱۸/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائی. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۰:۵۶
Background image

په نیمروز ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د نیمروز ولايت ښاري ابتدائیه محکمې د جزا دېوان د پرېکړې له مخې يو کس ته د غلا په تور؛ په ۱۶/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
د جزا دېوان یاد مجرم په درې کاله تنفيذي بند او ۳۰. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۹:۲۷
Background image

د کندهار او زابل ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (۸۳۴) عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د کندهار او زابل ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (له ۱/۸/۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹/۸/۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په. . .

بیا په خبرونو کی