د کابل ولایت مرافعه، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۴۹۲) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۲:۲۲
د کابل ولایت مرافعه، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۴۹۲) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت مرافعه محکمې دېوانونو، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونیو کې (له ۱ /۲ /۱۴۴۷ هـ ق څخه تر ۱۵ /۲ /۱۴۴۷ هـ ق) نېټې پورې د اجراآتو راپور په لاندې ډول دى:
د مرافعه محکمې دېوانونو اجراآت:
د کابل ولايت مرافعه محکمې دېوانونو ته په دوو اونيو کې (۱۵۴) دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۵۶) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱) دوسیه فیصله شوې، (۲۰) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدائیه محکمې اجراآت:
یادې محکمې ته په دوو اونيو کې (۲۵۰) دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه (۲۲۶) دوسيې فیصله شوې، (۴۸) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د اختصاصي محکمې اجراآت:
یادې محکمې ته په دوو اونيو کې (۴۴) دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۳۰) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۳) دوسيې فیصله شوې، (۸) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۱:۲۱
Background image

په روزګان ولايت کې څلورو مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د روزګان ولايت دهراود ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې څلورو کسانو ته له کور او محبس څخه د تېښتې په جرم او غلا په تور، نن شنبه (۱۸/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائی. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۰:۵۶
Background image

په نیمروز ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د نیمروز ولايت ښاري ابتدائیه محکمې د جزا دېوان د پرېکړې له مخې يو کس ته د غلا په تور؛ په ۱۶/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
د جزا دېوان یاد مجرم په درې کاله تنفيذي بند او ۳۰. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۹:۲۷
Background image

د کندهار او زابل ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (۸۳۴) عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د کندهار او زابل ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (له ۱/۸/۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹/۸/۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په. . .

بیا په خبرونو کی