په کونړ ولايت کې د دوو کورنيو ترمنځ (۵۰) کلنه دښمني حل او پای ته ورسېده

m_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۱:۱۹
په کونړ ولايت کې د دوو کورنيو ترمنځ (۵۰) کلنه دښمني حل او پای ته ورسېده

د کونړ ولایت د دره پیج ولسوالۍ ابتدائیه محکمې رئيس محترم مولوي محب الله (سلمان) په ډېرو هڅو؛ د یادې ولسوالۍ ولسوال او قومي مشرانو په منځګړيتوب، یوه لویه دښمني چې (۵۰) کاله مخکې په دغه ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ رامنځته شوې وه؛ په ۲۰/ ۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه حل او پای ته ورسېده.
د یادې دښمنۍ د پای ته رسېدو او حل په موخه جوړه شوې غونډه کې د بېلابېلو ادارو رئيسانو او قومي سپین‌ږیرو لنډې ویناوې وکړې.
د غونډې په دوام د ابتدائیه محکمې رئیس محترم مولوي محب الله (سلمان) د غونډې ګډونوالو ته د محکمې لخوا صادره شوې اصلاحي فیصله واوروله؛ جانبینو په دې فیصله رضایت او خوښي څرګند کړل او یاده دښمني په رسمي ډول پای ته ورسېده.
د سیمې قومي مشرانو او د ناستې ګډونوالو د محکمې او نورو امارتي ادارو له مسؤولینو خوښي څرګنده کړه او دوی ته یې د عزت او وقار پګړۍ ور په سر کړې.
غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۱۵
Background image

د لوګر ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۵۰) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۲۹) وثیقې هم اجرا کړې دي

د لوګر ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۵۰) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۲۹) وثيقې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۰:۵۶
Background image

د کابل ولایت مرافعه محکمې د وثیقو د تصحېح کمېسیون په دوو اونيو کې د (۳۳) وثیقو د تصحېح قرارونه صادر کړي

د کابل ولایت مرافعه محکمې د وثیقو د تصحېح کمېسیون په دوو اونيو کې (له ۱۳ /۱۰ /۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹ /۱۰ /۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې د (۳۳) بېلابېلو وثیقو د تصحېح قرارونه صادر کړې دي.
 یاد کمېسیون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۰:۵۴
Background image

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په دوو اونيو کې (۱۰۶۱) بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د سندونو او وثيقو د ثبت شپږو آمريتونو په دوو اونيو کې له (۱۶/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق) نېټې پورې (۱۰۶۱) بېلابېلې وثيقې اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول. . .

بیا په خبرونو کی