د زابل ولایت سيوري ولسوالۍ ابتدائيه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل شوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۳ - ۱۱:۱۹
د زابل ولایت سيوري ولسوالۍ ابتدائيه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل شوه

د زابل ولایت سيوري ولسوالۍ ابتدائيه محکمې د رئيس مولوي محمد ابراهيم په ډېرو هڅو او قومي مشرانو په منځګړیتوب، په ۲۸/ ۳/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د ترافيکي پېښې په پایله کې رامنځته شوې د قتل موضوع حل او فصل شوه.
یاده د قتل موضوع ابتدائيه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور وڅېړل شوه؛ وروسته دواړه لوري سولې ته وهڅول شول، چې د قاتل لخوا د مقتول کورنۍ ته ديت ورکړل شو او موضوع يې رسماً پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۹:۵۷
Background image

د پکتيا ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) په مشرۍ؛ د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او د عدلیې ریاستونو رئیسانو او د امارتي قضایاوو له آمر سره د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

بیا په خبرونو کی