د کابل ولایت مرافعه، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۴۶۲) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۰:۹
د کابل ولایت مرافعه، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۴۶۲) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت مرافعه محکمې دېوانونو، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو د دوو اونیو (له ۱ /۵ /۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۶ /۵ /۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې د اجراآتو راپور په لاندې ډول دى:
د مرافعه محکمې دېوانونو اجراآت:
د کابل ولايت مرافعه محکمې دېوانونو ته په دوو اونيو کې (۱۵۸) دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۲۹) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۲۲) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي ابتدائیه محکمې اجراآت:
یادې محکمې ته په دوو اونيو کې (۳۵۰) دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱) دوسيې په اړه قضائي قرار صادر شوی، (۱۹۷) دوسيې فیصله شوې، (۵۸) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د اختصاصي محکمې اجراآت:
یادې محکمې ته په دوو اونيو کې (۳۰) دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۵۲) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۳) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۲
Background image

د غزني ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د غزني ولايت مرافعه محکمې رئیس الحاج مفتي عزیزالله (حیدري) په مشرۍ، د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو په ګډون، په ۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۹:۵۸
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت د عدلیې له رئیس سره وکتل

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز فیروزکوهي)؛ په ۱۰/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د یاد ولایت د عدليې له رئیس سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې ليدنه کې د دواړو ادارو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۱۵
Background image

د لوګر ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۵۰) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۲۹) وثیقې هم اجرا کړې دي

د لوګر ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۵۰) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۲۹) وثيقې. . .

بیا په خبرونو کی