د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۱۹) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۰۹) وثیقې هم اجرا کړې دي
د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۵/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۵/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۱۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۰۹) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې (۱۲۴) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۹۴) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۲۲) دوسیې فیصله شوې، (۱۲) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې (۷۷) جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۵۹) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۲۹) دوسیې فیصله شوې، (۳) مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د ميدان وردګ ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۰۹) بېلابېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.
