د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو عمومي ریاست اړوند قضائي تدقیق ریاست د جمادی الأولی میاشتې د فعالیتونو لنډ راپور

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۴:۱
د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو عمومي ریاست اړوند قضائي تدقیق ریاست د جمادی الأولی میاشتې د فعالیتونو لنډ راپور

د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو عمومي ریاست اړوند قضائي تدقیق ریاست د روان ۱۴۴۷ هـ ق کال د جمادی الأولی میاشتې په جریان کې د (۱۰۹) بېلابېلو موضوعاتو په اړه تدقیقي نظریات ورکړي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
د قضائي تدقيق ریاست د (۱۰) جزائي استهداآتو پر وړاندې تدقیقي نظریات، (۵) د تجارتي استهداآتو پر وړاندې تدقیقي نظریات، (۱۶) د مدني استهداآتو پر وړاندې تدقیقي نظریات، (۱۰) د وثایقو استهداآتو پر وړاندې تدقیقي نظریات، (۱۶) د متفرقو استهداآتو پر وړاندې تدقیقي نظریات، (۳۰) د قضائي تفتیش د راپورونو په تړاو تدقیقي نظریات، (۱) د عارضینو د عرایضو پر وړاندې تدقیقي نظر، (۲۰) مکتوبي موضوعات او (۱) مستردي موضوع شامله ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۲۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د مرستيال په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت مرافعه محکمې د مرستيال محترم مفتي محمد مبین (الطاف) په مشرۍ؛ د کابل ښار د وثیقو او سندونو د ثبت د شپږو آمریتونو آمرینو، د ۲۲ ناحیو رئیسانو او د کابل ښاروالۍ د یو شمېر نورو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۲۴
Background image

د خوست ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د خوست ولايت مرافعه محکمې رئیس الحاج مولوي عين الله (خليل) په مشرۍ؛ د مرافعه محکمې د دېوانونو رئیسانو او قضائي غړو په ګډون، د يو شمېر موضوعاتو او د مرافعه طلبۍ د نوې مودې په اساس د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۶
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۱۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۰۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۱۷) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۰۵). . .

بیا په خبرونو کی