د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال د فعاليتونو لنډ راپور

m_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۲:۶
د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال د فعاليتونو لنډ راپور

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال په لومړۍ ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړې؛ چې جزئیات يې په لاندې ډول دي:
۱ـ په لومړۍ ربعه کې د تحریراتو ریاست ته د امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) (۴) قطعې فرمانونه، د ریاست‌الوزراء (۱۲۷) حکمونه او د کابینې (۷) قطعې مصوبات راغلې، چې د سترې محکمې د عالي مقام د لارښوونو له مخې د لازمو اجراآتو په موخه اړوندو مراجعو ته لېږل شوي دي.
۲ـ په لومړۍ ربعه کې د تحریراتو ریاست ته د مخابراتو وزارت څخه (۱۰۷۰) قطعې مکتوبونه راغلې او اړوندو شعبو ته توزېع شوي دي.
۳ـ په لومړۍ ربعه کې د تحریراتو ریاست ته د وزارتونو، اماراتي ادارو، کمېسیونونو، د ملک له ۳۴ ولایتونو د محاکمو او نورو اړوندو ادارو څخه (۶۳۴) رسمي لیکونه راغلې، چې د سترې محکمې عالي مقام د هدایت له مخې اړوندو مراجعو ته د وروستیو اجراآتو لپاره لېږل شوي دي.
۴ـ په لومړۍ ربعه کې د تحریراتو ریاست د سترې محکمې (۷) وړاندیزونه د ریاست‌الوزراء مقام ته د منظورۍ او تصویب په موخه وړاندې کړې دي.
۵ـ په لومړۍ ربعه کې د تحریراتو ریاست ته د ریاست‌الوزراء مقام، د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست، وزارتونو، سازمانونو، شرکتونو، امارتي او غیر امارتي بانکونو او د سترې محکمې مرکزي ریاستونو له لوري (۹۲۳) مکتوبونه، د استهدا څانګې دوسیې، د تجدید نظر غوښتنې، د صلاحیت تفویض، د محکمې د تبدیلۍ او د ملک بېلابېلو محاکمو د هدایت غوښتنې اړوند اسناد راغلې، چې د عالي مقام د هدایت له مخې اړوندو ادارو ته د اجراآتو په موخه سپارل شوي دي.
۶ـ په لومړۍ ربعه کې د تحریراتو ریاست ته (۱۲۶۰۳) قطعي مکتوبونه او پارسلونه د آرشیف له لارې صادر او وارد شوې، چې اړوندو څانګو ته تسلیم او لېږل شوي دي.
۷ـ په لومړۍ ربعه کې د تحریراتو ریاست ته د ملک د ټولو ولایتونو له مرافعه محاکمو څخه (۱۵۸) قطعې مکتوبونه د سترې محکمې د مخزن عمومي مدیریت ته رسېدلې؛ چې له دې جملې (۱۳۳) قطعې مکتوبونه د قبالو او نورو وثایقو د معلوماتو په اړه وو او اړوندو مراجعو ته معلومات ورکړل شوي، (۲۵) قطعې مکتوبونه چې ورسره (۴۵۳) جلده کتابونه د ( ۱۴۰۰، ۱۴۰۱،  ۱۴۰۲ او ۱۴۰۳ هـ ش) کلونو د وثایقو کلني راپورونه شامل وو، د حفظ لپاره مخزن ته تسلیم او ځای پر ځای شوي دي.
۸ـ په لومړۍ ربعه کې د تحریراتو ریاست د (۵۸۶۴) مراجعینو عریضې د عالي مقام د هدایت پر اساس ثبت کړې او له اجراآتو وروسته خپلو صاحبانو ته بېرته سپارل شوي دي.
۹ـ په لومړۍ ربعه کې د تحریراتو ریاست (۱۷۸) دعوه کوونکو او د بهرنیو ادارو استازو ته چې د پارسلونو یا مکتوبونو ترلاسه کوونکي وو؛ د اړینو معلوماتو تر وړاندې کولو وروسته د هدایت مطابق اړوند شعبو ته لارښوونې شوې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۳۱
Background image

د لوګر ولايت مرافعه محکمې پلاوي د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولايت مرافعه محکمي رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په هدايت يو پلاوي د جزا دېوان رئیس مولوي فضل الرحیم (عابد) په مشرۍ؛ په ۲۱/ ۸/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۲۸
Background image

د بلخ، پکتیکا او تخار ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (۲۲۰۸) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د بلخ، پکتیکا او تخار ولایتونو د حقوق آمریتونو په یوه میاشت کې له ( ۱۴۴۷/۸/۱ هـ ق څخه تر ۲۹ /۸ /۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۲۰۸) عرض‌پاڼو او دوسيو ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۱۸
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د عدليې وزارت له پلاوي سره وکتل

د لغمان ولايت مرافعه محکمې رئيس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز فیروزکوهي)؛ د عدلیې وزارت له راغلي پلاوي چې مشري یې د حقوقي مساعدینو رئیس مفتي ضیاء الحق (ثاقب) کوله، په ۲۰/ ۸/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه. . .

بیا په خبرونو کی