د هلمند ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۱۰۶۸) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۲۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۱۴:۴۸
د هلمند ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۱۰۶۸) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۲۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د هلمند ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۷/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹/ ۷/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۱۰۶۸) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۲۷) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
د هلمند ولایت محاکمو ته په يوه مياشت کې (۶۱۳) حقوقي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۸۱) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۹۶) دوسیې فیصله شوې، (۲۶) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
د هلمند ولایت محاکمو ته په يوه مياشت کې (۷۷۱) جزائي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۷۸) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۳۸۴) دوسیې فیصله شوې، (۳) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د هلمند ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۴۲۷) بېلابېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.‎

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۱۴:۵۰
Background image

د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۵۰۰) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۹۰) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ننګرهار ولايت مرافعه، وثايقو، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱۵/ ۷/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹/ ۷/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۵۰۰) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۹۰). . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۱۴:۴۸
Background image

د هلمند ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۱۰۶۸) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۲۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د هلمند ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۷/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹/ ۷/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۱۰۶۸) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۲۷) وثيقې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۱۳:۴۵
Background image

د سترې محکمې د پلان او پالیسۍ ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د دويمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې پلان او پالیسۍ ریاست د ۱۴۴۷هـ ق په دويمه ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه سرته رسولي دي:
1-    په دویمه ربعه کې د پلان او پالیسۍ ریاست د میاشتنيو او ربعوار راپورونو له مخې، د. . .

بیا په خبرونو کی