د سترې محکمې د مرکزي تمیز عالي ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال د دویمې ربعې لنډ راپور

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۱:۵۳
د سترې محکمې د مرکزي تمیز عالي ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال د دویمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې د مرکزي تمیز عالي ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال په دویمه ربعه کې لاندې مهم فعالیتونه ترسره کړي دي:
1-    د دویمې ربعې په جریان کې د مرکزي تمیز عالي ریاست د تېرې ادارې اړوند (۴۱۲) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې له دې جملې څخه (۱۱۲) جلده د ځانګړو محاکمو دوسیې (د پخوانۍ ادارې د محاکمو د پرېکړو په تړاو د قضائي هیئت فیصلې) تائید شوې، (۱۶۷) جلده دوسیې نقض شوې او (۱۳۵) جلده دوسیې د تکمیل او مهر لګولو په موخه د مکتوب له لارې بېرته اړوندو مراجعو ته مستردې شوې دي.
2-    د دویمې ربعې په جریان کې د مرکزي تمیز عالي ریاست ته له اړوند مراجعو څخه (۱۶۶۹) دوسیې را رسېدلې دي، چې په دې کې (۹۶۶) جلده د تمیز غوښتنې دوسیې، (۲۲۴) جلده حقوقي دوسیې، (۷۰) جلده جزائي دوسیې او (۴۰۹) جلده متفرقه دوسیې شاملې دي.
3-    د دویمې ربعې په جریان کې یاد ریاست ته (۲۴۳۹) عریضې را رسېدلې دي، چې له دې جملې څخه (۱۳۸۸) عریضې تر اړینو اجراآتو او احکامو وروسته اصحاب دعوی ته سپارل شوې، (۸۱۶) نامرتبطې عریضې مستردې شوې او (۲۳۵) عریضې له اعتراضونو سره یو ځای له اړوند دوسیو سره ضمیمه شوې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۰:۴۸
Background image

د لغمان او نورستان ولایتونو نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل (۲۰) کلنه موضوع حل او فصل شوه

د لغمان او غربي نورستان ولایتونو ابتدائيه نظامي محکمې رئيس محترم مولوي عبدالودود (حقاني) په ډېرو هڅو؛ د علماء کرامو او قومي مشرانو په منځګړیتوب د کورنۍ شخړې له امله شل کاله مخکې رامنځته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۵۲
Background image

په ننګرهار ولايت کې شپږو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت شېرزادو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې شپږو کسانو ته د روژې خوړلو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين پر دو ـ دو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۴۳
Background image

په پکتیکا ولايت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتیکا ولایت جاني خېل ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د نامشروع اړیکو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل .شوه
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين په دوه ـ. . .

بیا په خبرونو کی