د کندهار زون نظامي محکمې او د یاد ولايت د امنيتي ادارو د مسؤولينو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۳:۲۷
د کندهار زون نظامي محکمې او د یاد ولايت د امنيتي ادارو د مسؤولينو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

د کندهار زون نظامي محکمې د حقوقي دېوان رئيس الحاج مولوي حمدالله (فیاض) او قضائي هیئت، د یاد ولایت له امنیه قوماندان الحاج طالب مولوي، د امنيتي حوزو او استخباراتو د مسؤولینو ترمنځ، په ۱۵/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د همغږۍ غونډه وشوه.
یاده غونډه د سترې محکمې نظامي مرستیال محترم شیخ سردارمحمد (ابوالفیضان) صاحب د هدایت له مخې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) د ۲۷ /۷ /۱۴۴۷هـ ق نېټې، ۱۷مې ګڼې فرمان "د غايبو اشخاصو، مفقودینو او ساعین بالفساد، د منقول او غیر منقولو ملکیتونو اړوند" د تطبیق په موخه جوړه شوې وه.
غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د کندهار ولایت د ښاري ابتدائيه محکمې رئیس محترم مفتي حزب الله د مجاهدینو ترمنځ د اتحاد او یووالي اړوند ارزښتناکه وینا وکړه.
د غونډې په دوام د کندهار زون نظامي محکمې د حقوقي دېوان رئيس د مسؤولینو د اطاعت، په بیت المآل کې د خیانت نه کولو او د مشرتابه (حفظه‌الله تعالی) د پورته فرمان د تطبیق په اړه ارزښتناکې خبرې وکړې.
د غونډې په وروستيو کې ګډونوالو د یاد فرمان د تطبیق په برخه کې د پوره همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
غونډه په اختتامیه دعاء پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۳۹
Background image

د بدخشان ولایت نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د بدخشان ولایت نظامي ابتدائيه محکمې د رئيس محترم شیخ عبدالباري (صالحي) په ډېرو هڅو؛ قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې د قتل خطاء موضوع، نن یکشنبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۳:۴۴
Background image

په زابل ولایت کې دوو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د زابل ولایت شاه جوی ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم او غلا په تور، نن یکشنبه ۱۸/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۳:۲۷
Background image

د کندهار زون نظامي محکمې او د یاد ولايت د امنيتي ادارو د مسؤولينو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

د کندهار زون نظامي محکمې د حقوقي دېوان رئيس الحاج مولوي حمدالله (فیاض) او قضائي هیئت، د یاد ولایت له امنیه قوماندان الحاج طالب مولوي، د امنيتي حوزو او استخباراتو د مسؤولینو ترمنځ، په ۱۵. . .

بیا په خبرونو کی