د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د جنوب لوېديځ زون اړوند هلمند ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۱:۵۳
د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د جنوب لوېديځ زون اړوند هلمند ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) او د سترې محکمې عالي مقام د شفاهي هدایت په اساس د قضائي تفتیش عمومي ریاست رئیس محترم شیخ عبدالرحمن (فراهي) په مشرۍ يو هيئت؛ چې مفتي محمد اسلام (مسلم) مولوي عبدالبصیر (سمیح) او مفتي فیض الرحمن (نثار) يې غړیتوب درلود، د روان ۱۴۴۷هـ ق کال د شوال المکرم میاشتې په ۲۵مه نېټه هلمند ولایت ته د محاکمو د تېرو فعالیتونو د څېړنو په موخه سفر وکړ.
دغه پلاوي د ليدنې په پيل کې د یاد ولایت د مرافعه محکمې له رئيس سره وکتل؛ ورپسې يې د بندیانو د ستونزو د څېړلو په موخه د هلمند ولایت له مرکزي زندان او توقیف‌خونو څخه لیدنه وکړه، د یاد محبس د ټولو بندیانو بشپړ شهرت، کیفیت، او غوښتنې يې له ځان سره يادداشت او بیا يې له اړونده محاکمو سره شریک کړل.
پلاوي د خپل کاري پلان له مخې د یاد ولایت (۱۸) ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو، د حقوقو مدیریتونو، د ښاري او مرافعه محاکمو اړونده دېوانونو، د وثایقو او حقوقو آمریتونو، نظامي او اختصاصي محاکمو څخه جلا جلا لیدنه وکړه.
نوموړي هیئت د پلټنې بهیر په جریان کې د یادو محاکمو د قضائي، اداري او مالي چارو هراړخیزه پلټنه وکړه، د محاکمو د قضائي او اداري پرسونل د سلوکي او مسلکي اړخونو معلومات يې واخیستل او د چارو د سمون په برخه کې ورته لازمې لارښوونې کړې.
یاد هیئت د محاکمو پر وړاندې شته ستونزې، کاري خنډونه او نېمګړتیاوې له ځان سره یاداشت او په پای کې د ستونزو د حل، د خنډونو له منځه وړلو او د نېمګړتیاوو د اکمال په اړه یې د هلمند ولایت د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو له قضائي مسؤولینو سره تفاهمي ناسته وکړه او ټولې ستونزې يې په جلا جلا توګه ورسره شریکې کړې.
یاد هيئت د خپل سفر په دوام د هلمند له محترم والي، امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایاتو اورېدو رئیس او د ولسوالیو له مسؤولینو سره ناستې وکړې او د محاکمو د فعالیتونو د لا ښه پرمختګ او د ځينو اړونده ستونزو د حل په موخه یې د هغوی نظرونه واورېدل.
د قضائي تفتیش د پلټنې هیئت یاد سفر د ۱۴۴۷ هـ ق کال د ذوالقعدة الحرام میاشتې په ۱۸مه نېټه پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۴:۴۸
Background image

د سترې محکمې اړوند جنوب لوېدیځ زون قضائي مرستيال د نیمروز ولایت له محاکمو څخه ليدنه وکړه

د سترې محکمې اړوند جنوب لوېديځ زون قضائي مرستيال محترم شیخ نورالله (منیر) صاحب؛ د نظامي معاونیت د قضائي غړي مولوي محمد هاشم (الهام)، مفتي فضل الله (عاصم)، د جنوب لوېديځ زون قضائي تفتيش. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۲:۳
Background image

د سترې محکمې د امنيتي او اجرائيوي چارو ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېيمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې امنيتي او اجرائيوي چارو ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال په درېیمه ربعه کې لاندې عمده فعاليتونه ترسره کړي دي:
۱- د ریاست له‌خوا د مجاهدینو د اړتیاوو د پوره کېدو او د چارو د لا ښه تنظیم. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۵۷
Background image

د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونیو کې (۴۰۱) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۶۴) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ننګرهار ولايت مرافعه، وثايقو، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په دوو اونیو کې له (۱/ ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر ۱۵/ ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق) نېټې پورې (۴۰۱) دوسيو ته رسېدنه کړې او. . .

بیا په خبرونو کی