د سترې محکمې د امنیتي او اجرائيوي چارو ریاست اداري کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې لس ورځنی سیمینار پای ته ورسېد 

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۵:۱۳
د سترې محکمې د امنیتي او اجرائيوي چارو ریاست اداري کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې لس ورځنی سیمینار پای ته ورسېد 

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائيوي چارو ریاست اړوند حضرت خالد بن ولید (رضي الله عنه) د تعلیمي مرکز اړوند قوماندانۍ کې د دغه ریاست د اداري کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه جوړ شوی (۱۰) ورځنی روزنیز سیمینار په ۱ /۱۲ /۱۴۴۷هـ ق  نېټه پای ته ورسېد.
د دغه سیمینار د اختتام په مناسبت جوړه شوې غونډه کې چې د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست د دفتر عمومي مدیر محترم الحاج  مولوي خان محمد (مستغفر)، د تعلیمي مرکز قوماندانۍ قوماندان محترم مولوي محمد ابراهیم (برهان) او یو شمېر نورو مسؤولینو او منسوبینو ګډون درلود.
محترم الحاج مولوي خان محمد (مستغفر) د یادې ناستې ګډونوالو ته په وینا کې د ظرفیت لوړونې د دغه ډول سیمینارونو پر ارزښت تفصیلي خبرې وکړې او دغه سیمینارونه یې د کارکوونکو د مسلکي وړتیا لوړولو، ورځینو چارو د چټکتیا او بهبود په برخه کې ډېر مهم یاد کړ.
د یادونې وړ ده، چې په یاد روزنیز سیمینار کې چې ‎د ذوالقعدة الحرام میاشتې په ۲۲مه نېټه پیل شوی و؛ د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست (۵۹) اداري کارکوونکو ته د اداري او تأمیناتي، مخابرې، محاسبې او پلان اپراسیون برخو کې مسلکي زده کړې وړکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۵:۱۳
Background image

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائيوي چارو ریاست اداري کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې لس ورځنی سیمینار پای ته ورسېد 

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائيوي چارو ریاست اړوند حضرت خالد بن ولید (رضي الله عنه) د تعلیمي مرکز اړوند قوماندانۍ کې د دغه ریاست د اداري کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه جوړ شوی (۱۰). . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۴:۳۹
Background image

د لغمان ولايت ښاري ابتدائیه محکمې مسؤولينو ترمنځ اداري غونډه وشوه

د لغمان ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې عمومي رئيس محترم مولوي محمد یونس (خالص) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو رئيسانو، قضائي غړو او تحريراتو عمومي مدیر په ګډون، په 23 /11 /1447هـ ق نېټه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۴:۳۷
Background image

د کونړ ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د کونړ ولايت مرافعه محکمې رئيس الحاج مولوي عبدالکریم (شعیب) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو او د ولسوالیو ابتدائيه محاکمو رئیسانو په ګډون، په ۲۹/ ۱۱/ ۱۴۴۷. . .

بیا په خبرونو کی