د پکتيا ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۵۹۸) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۷۶) وثیقې هم اجرا کړې دي
د پکتيا ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، د پکتيا زون نظامي، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۵۹۸) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۷۶) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې (۳۱۹) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۳۹) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۲۴) دوسیې فیصله شوې، (۴۴) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې (۳۱۹) جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۲۴) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۵۶) دوسیې فیصله شوې، (۱۱) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د پکتيا ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۱۷۶) بېلابېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.
