د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې (۱۳۲۰) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۲:۱۷
د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې (۱۳۲۰) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونیو کې (له ۱۶/ ۱۰/ ۱۴۴۶هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۰/ ۱۴۴۶هـ ق نېټې) پورې په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې (۱۳۲۰) دوسيو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په جزائي برخه کې:
د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې اړوند څلورو زونونو ته په دوو اونيو کې (۵۰۱) جزائي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۹۴) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۴۲۲) دوسیې فیصله شوې،(۵۹) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
۲ـ په حقوقي برخه کې:
د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې اړوند څلورو زونونو ته په دوو اونيو کې (۲۱۹) حقوقي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۴۶) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۵۹) دوسیې فیصله شوې، (۲۵) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
۳ـ په تجارتي برخه کې:
 د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې اړوند څلورو زونونو ته په دوو اونيو کې (۲۳۲) تجارتي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۳۵۹) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۹۷) دوسیې فیصله شوې، (۵۹) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۳۰
Background image

د سترې محکمې د قضائي معاونیت د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېیمې ربعې د فعاليتونو لنډ راپور

د سترې محکمې قضائي معاونیت د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېیمې ربعې عمده فعالیتونه په لاندې ډول دي:
1.    د افغانستان اسلامي امارت له بېلابېلو ادارو څخه په مجموع کې (۶۲۵) مکتوبونه د هدایت غوښتنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۳:۲۷
Background image

د سترې محکمې د قضائي زده کړو عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېیمې ربعې د فعاليتونو لنډ راپور

د سترې محکمې د قضائي زده کړو عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال په درېیمه ربعه کې د یاد ریاست په تالار کې، د محاکمو (۸۴) جدید الشمول علماء کرامو او د بدخشان او فاریاب ولایاتو د محاکمو (۷) برحال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۳:۲۵
Background image

د سترې محکمې د عالي مقام دفتر عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېیمې ربعې د فعاليتونو لنډ راپور

د سترې محکمې عالي مقام دفتر عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېیمې ربعې عمده فعالیتونه په لاندې ډول دي:
1.    د مشرتابه محترم عالي مقام د حکم او د قاضي‌القضات او د سترې محکمې د محترم رئیس. . .

بیا په خبرونو کی