د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د عدليې وزارت له پلاوي سره وکتل

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۱۸
د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د عدليې وزارت له پلاوي سره وکتل

د لغمان ولايت مرافعه محکمې رئيس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز فیروزکوهي)؛ د عدلیې وزارت له راغلي پلاوي چې مشري یې د حقوقي مساعدینو رئیس مفتي ضیاء الحق (ثاقب) کوله، په ۲۰/ ۸/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه لیدنه وکړه.
په دې ليدنه کې د مرافعه محکمې دېوانونو رئیسانو، ښاري ابتدائیه محکمې رئیس، د عدلیې ریاست رئیس او د زندان آمر ګډون درلود.
د ليدنې په پيل کې د مرافعه محکمې رئیس راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه؛ ورپسې راغلي پلاوي د عدلیې وزارت د محترم وزیر پیغام ګډونوالو ته وړاندې کړ او د اړوند ادارو د همغږۍ په اړه يې خبرې وکړې، د حقوقي مساعدینو د مسؤولیت په اړه وویل، دا زموږ دنده ده ترڅو هغه کسان چې بې بضاعته وي، سرپرست ونلري او د خپلو حقوقو څخه د محاکمو په وړاندې دفاع نشي کولای، د هغوی له حقوقو څخه دفاع وکړو او د خپل وس مطابق ورسره قانوني مرسته وکړو.
دغه راز زموږ مسؤولیت دا نه ده چې د مجرم سپیناوی وکړو، بلکې هڅه به کوو ترڅو خلک د جرم په نشتون کې له تعزیر څخه وژغورو او یا هم له ټاکلي تعزیر څخه زیاته سزا ور نکړل شي.
د ليدنې په پای کې یاد پلاوي د مساعدینو سره د محاکمو د همکارۍ غوښتنه وکړه او د مرافعه محکمې رئيس او اړوندو ادارو لخوا ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۳۶
Background image

د اووم زون (بلخ) د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ لپاره نوی قوماندان معرفي شو

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندانۍ اړوند د اووم زون (بلخ) نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ نوی ټاکل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۴:۱۷
Background image

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو له رئیس محترم مولوي محمداکبر (فرید) صاحب سره د اسلامي عدالت ځانګړې خپرونه

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو رئیس محترم مولوي محمد اکبر (فرید) صاحب، تر ټولو مخکې در څخه مننه کوو، چې له ډېرو مصروفیتونو سره سره مو د اسلامي عدالت خپرونې لپاره موږ ته خپل قېمتي وخت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۳:۵۶
Background image

د روزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت له عمومي زندان څخه ليدنه وکړه

د روزګان ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ محمود (ابوالفیض)، د دې محکمې د جزا دېوان مستشار محرر مولوي محمد صابر، د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا دېوان مفتي مولوي محمد نعمان، د ښاري. . .

بیا په خبرونو کی