د لوګر ولايت د ښاري ابتدائيه محکمې د مسؤولينو په هڅو د دوو کورنيو ترمنځ سوله وشوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۸ - ۱۴:۱۱
د لوګر ولايت د ښاري ابتدائيه محکمې د مسؤولينو په هڅو د دوو کورنيو ترمنځ سوله وشوه

د لوګر ولايت د ښاري ابتدائيه محکمې د مسؤولينو په هڅو؛ د قومي مشرانو او علماء کرامو په منځګړيتوب په ۳۰/ ۶/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه د قتل موضوع حل او د دواړو کورنيو ترمنځ دښمني په دوستۍ بدله شوه.
ياده د قتل موضوع د لوګر ولايت مرکز اړوند د هوني سيدان او پاد خواب کليو ترمنځ پېښه شوې وه؛ چې ښاري ابتدائیه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په پوره غور وڅېړل شوه، د سيمې د مشرانو او علماء کرامو په منځګړيتوب او د ښاري محکمې د مسؤولينو په نېکو توصيو یاده موضوع حل شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۰:۵۳
Background image

د بدخشان ولایت نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شول

د بدخشان ولایت نظامي ابتدائيه محکمې د رئيس محترم شیخ عبدالباري (صالحي) په ډېرو هڅو، قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، د ځمکې پر سر رامنځته شوې د عمدي قتل موضوع، په ۱۵/ ۹/ ۱۴۴۷ هـ ق. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۰:۴۸
Background image

د روزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د روزګان ولایت مرافعه محکمې عمومی رئیس الحاج شیخ محمود (ابوالفیض) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري محاکمو د دېوانونو رئیسانو، قضائي غړو، اداري کارکوونکو، د حقوقو آمر، د ثبت اسناد او وثایقو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۴۵
Background image

په روزګان ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د روزګان ولايت مرافعه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته د نکاح شوې ښځې د تښتولو په جرم؛ نن چهارشنبه (۱۵/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.

مرافعه محکمې یاد مجرم په دوه کاله او شپږ. . .

بیا په خبرونو کی