د ننګرهار زون نظامي محکمې سرپرست د لغمان او لوېدیځ نورستان له نظامي محکمې ليدنه وکړه
د ننګرهار زون نظامي محکمې سرپرست رئیس مولوي عبدالحمید (صمیم)؛ د یادې محکمې محرر مولوي معراج احمد (صهیب)، په ۱۶/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د لغمان او لوېدیځ نورستان له ابتدائیه نظامي محکمې څخه لیدنه وکړه.
محترم مولوي عبدالحمید (صمیم) د یادې ابتدائیه نظامي محکمې بېلابېل اداري او قضائي اجراآت، د اسنادو ترتیب او تنظیم له نږدې وکتل او مسؤولینو ته یې د چارو د لا ښه تنظیم، د عدلي او قضائي اصولو د مراعات او د اسلامي شریعت د احکامو مطابق د پرېکړو د عملي کولو په اړه لازمې سپارښتنې او هدایات وکړل.
دغه راز ټينګار وشو، چې فیصلې دې په خپل وخت او پوره دقت صادرې شي، څو د مراجعینو حقوق پر خپل وخت تأمین شي.
یاد پلاوي د ليدنې په دوام په محبس کې د اړوند محکمې له بندیانو سره وکتل، د بندیانو حالت، د ساتنې وضعیت، د هغوی ستونزې او غوښتنې واورېدل شوې او د بندیانو د شرعي او انساني حقونو د تأمین په اړه ټینګار وشو.
