د بلخ د نظامي محکمې رئیس د شبرغان او سرپل ولایتونو له عمومي زندانونو څخه لیدنه وکړه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۴ - ۱۱:۵۰
د بلخ د نظامي محکمې رئیس د شبرغان او سرپل ولایتونو له عمومي زندانونو څخه لیدنه وکړه

د روان ۱۴۴۴ هـ ق کال د ذوالقعدې میاشتې په ۴مه نېټه د بلخ ولایت د نظامي محکمې رئیس محترم مفتي ابوعاصم د دې محکمې د قاضي محترم شیخ عبدالله (حنیف) په ملتیا د نظامي زندانیان د وضعیت د معلومولو په موخه د شبرغان او سرپل ولایتونو له عمومي زندانونو څخه لیدنه وکړه.

د بلخ د نظامي محکمې رئیس شبرغان ولایت ته د سفر پر مهال د یاد ولایت له عمومي زندان څخه پر کتنه سربېره د شبرغان له والي محترم ګل حیدر، د زندان له رئیس او د امنیه قوماندانۍ د داخلي امنیت له مدیر سره جلا، جلا لیدنې وکړې او په ځينو اړوند موضوعاتو یې وسره خبرې وکړې.

محترم مفتي ابوعاصم او محترم شیخ عبدالله (حنیف) شبرغان ولایت کې له ولایتي اداري مسؤولینو سره تر ملاقات وروسته سرپل ته سفر وکړ.

د بلخ د نظامي محکمې یاد پلاوي سرپل ولایت کې د مرستیال والي، امنیه قوماندان محترم مولوي عبدالبصیر او یو شمېر نورو مسؤولینو سره په ملاقات سربېره د قتل اړوند یوې موضوع د کشف الحال لپاره د قتل سیمې ته لاړل، هلته یې د سیمې (بغاوي کلي) له اوسېدونکو څخه د قتل په تړاو پوښتنې وکړې.

دغه راز یاد پلاوي د سرپل ولایت له عمومي زندان څخه هم لیدنه وکړه، د زندانیانو د وضعیت معلومولو په اړه یې د محبس له مدیر سره خبرې وکړې او د محبس مدیر ډاډ ورکړ چې ستاسو د محکمې اړوند زندانیان یې بلخ ته انتقال کړي او دلته هېڅ بندي نشته.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

د روزګان ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې پلاوي د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ او استخباراتو له نظارت خونو ليدنه وکړه

د روزګان ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې عمومي رئیس الحاج مولوي محمد نبي (محمدي)؛ د یادې محکمې د جزا دېوان رئیس مولوي کلیم الله (ابوالهدي) او د تحریراتو مدیر په ملتیا، په ۹ /۴ /۱۴۴۸هـ ق. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۱:۰
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د کونړ ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي د محترم مولوي محمد فقير (حنيف) په مشرۍ؛ چې مولوي روزي محمد (زميل) او مولوي کمال الدين (متقي) يې غړيتوب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۱۵
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو، د اختصاصي محکمې رئیس، د وثایقو او. . .

بیا په خبرونو کی