د جنوب غرب زون د قضائي تفتیش عمومي ریاست یوه پلاوي د بادغیس ولایت د اتو (۸) ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو لیدنه وکړه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۲ - ۱۴:۳۵
د جنوب غرب زون د قضائي تفتیش عمومي ریاست یوه پلاوي د بادغیس ولایت د اتو (۸) ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو لیدنه وکړه

د سترې محکمې اړوند د جنوب غرب زون د قضائي تفتیش عمومي ریاست یوه پلاوي چې په ترکیب کې یې د جنوب غرب زون د تفتیش قضائي معاون  الحاج مولوي عبدالناصر (حکمت)، مفتي محمد (عمري)، مفتي عطاءالرحمن او ملا انعام الله ( انقیادي) موجود وو، د جنوب غرب زون د تمیز عالي مقام او د سترې محکمې د قضائي معاونیت د هدایت په اساس د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د صفرالمظفر میاشتې په ۸مه،۹مه، ۱۰مه، ۱۱مه، ۱۲مه، ۱۴مه، ۱۵مه او ۱۶مه نېټه د بادغیس ولایت د جوند، تګاب علم، دریبوم، مقر، غورماچ، مرغاب،  سنګ آتش او  آبکمري ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو او د یادو محاکمو له زندانونو څخه لیدنه وکړه.

د جنوب غرب زون د قضائي تفتیش عمومي ریاست دغه پلاوي د خپل سفر په جریان کې په ترتیب سره لومړۍ د یادې هرې ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د عرایضو د ثبت کتاب، د حقوقي او جزائي دوسیو د ثبت کتاب، صادره او وارده او د رسیداتو کتابونو علاوه د حاضرۍ کتابونه هم له نږدې وکتل.

پر دې سربېره یاد باصلاحیته پلاوي د یادو ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو لخوا درې ــ درې صادرې شوې فیصلې په غور او دقت وڅېړلې او د فیصلو د صادرېدو په اړه یې د یادو محاکمو له مسؤولینو څخه بشپړ جزئیات وغوښتل.

وروسته د جنوب غرب زون د قضائي تفتیش عمومي ریاست دغه پلاوي د بادغیس ولایت د یادو ولسوالیو له زندانونو څخه لیدنه وکړه او د زندانیانو د وضعیت په اړه یې له هغوی بشپړ معلومات ترلاسه کړل.

دغه راز یاد قضائي پلاوي د دغو ولسوالیو له قومي مشرانو او دیني علماء کرامو سره ناسته ترسره کړه او د محکمې د فعالیت په اړه یې د دوی نظرونه واورېدل چې الحمدلله ټول د ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو له اجراآتو راضي او خوښ وو.

پر دې سربېر جنوب غرب زون د قضائي تفتیش پلاوي د جوند، تګاب علم، دریبوم، مقر، غورماچ، مرغاب،  سنګ آتش او  آبکمري ولسوالیو له ولسوالانو، امنیه قوماندانانو، د استخباراتو له مدیرانو او نورو مسؤولینو سره وکتل او په اړوند موضوعاتو یې وسره بحث او خبرې وکړې.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۰:۱۲
Background image

په فراه ولايت کې پنځو مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د فراه ولایت بالابلوک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د يوې ښځې په ګډون پنځو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم او غلا په تور، په ۱۳/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۹:۳۴
Background image

د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۳۸۸) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

 د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې له (۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې په حقوقي او جزائي برخو کې (۳۸۸) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۰
Background image

د کابل ولایت مرافعه محکمې مرستیال د یاد ولایت د علماوو شورا له پلاوي سره وکتل

د کابل ولايت مرافعه محکمې مرستيال محترم مفتي محمد مبین (الطاف)؛ په ۱۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د یاد ولايت د علماوو شورا له پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
د ليدنې په پيل کې د مرافعه. . .

بیا په خبرونو کی