د روزګان د مرافعه محکمې رئیس د ياد ولايت چنارتو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې او زندان څخه ليدنه وکړه

m_admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۲ - ۱۴:۱۸
ششمین جلسه شورای عالی ستره محکمه در سال 1445 ه ق تحت ریاست محترم شیخ عبدالحکیم (حقانی) قاضی القضات و رئیس ستره محکمه امارت اسلامی افغانستان برگزار شد

د روزګان د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ مولوي سخیداد (ابوالتقي) د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربیع الاول میاشتې په ۹ مه نېټه د دغه ولایت د چنارتو ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې، اداري مسؤولینو، عامو هېوادوالو او د يادې ولسوالۍ له زندان څخه لیدنه وکړه.

 په ياده ليدنه کې د روزګان ولایت د مرافعه محکمې رئیس د چنارتو ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې قاضي، مفتي او محرر ته د قضائي چارو د ښه ترسره کولو په موخه لازم هدایات وکړل او ورته يې وويل: که موضوع ابتدائیه محکمې ته راشي بايد په یوه نیمه میاشت کې فیصله شي، په محبس کې له دوسيې پرته بايد بندیان موجود نه وي، بې سرنوشته بندي باید له محبس ازاد شي، کوم وخت چی تعزیر لرٸ نو مرافعه محکمه په جریان کې اچوٸ، مرافعه محکمه به سترې محکمې ته اطلاع ورکوي او وروسته به تعزیر ورکول کېږي.

نوموړي زياته کړه د خپلو ترسره کړو فعالیتونو ربعوار راپورونو، د سترې محکمې د دارالانشاء عمومي ریاست متحد المآلونو، د مرافعه محکمې مکتوبونو او احکامو ته ځانګړې پاملرنه وکړٸ.

وروسته شیخ مولوي سخیداد (ابوالتقي) د ولسوالۍ له محبس او ټولو بندیانو څخه ليدنه وکړه، د هغوى ستونزې يې واوریدې او بندیانو ته يې ډاډ ورکړ چې ان شاءالله دوسیې به يې ډېر ژر څېړل کېږي او د محبس مسئولینو ته يې سپارښتنه وکړه چې د بندیانو سره ښه او نیک چلند وکړٸ.

د مرافعه محکمې رئیس شیخ مولوي سخیداد(ابوالتقي) د ليدنې په پاى کې د چنارتو ولسوالۍ له ولسوال، امنیه قوماندان، د ولسوالۍ له اوسېدونکو، علماوو او قومي مشرانو سره وکتل او هغوى ته يې د ستونزې د حل په برخه کې پوره ډاډ ورکړ چې ستونزو ته به رسېدنه کېږي.

 ياده ليدنه د دعائيې په لوستلو سره پاى ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۵۲
Background image

په ننګرهار ولايت کې شپږو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت شېرزادو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې شپږو کسانو ته د روژې خوړلو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين پر دو ـ دو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۴۳
Background image

په پکتیکا ولايت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتیکا ولایت جاني خېل ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د نامشروع اړیکو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل .شوه
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين په دوه ـ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۰:۱۲
Background image

په فراه ولايت کې پنځو مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د فراه ولایت بالابلوک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د يوې ښځې په ګډون پنځو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم او غلا په تور، په ۱۳/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائ. . .

بیا په خبرونو کی