د زابل د شهرصفا ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې په هڅو د مقتول کورنۍ قاتل ته بخښنه وکړه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۴ - ۱۵:۴۰
د زابل د شهرصفا ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې په هڅو د مقتول کورنۍ قاتل ته بخښنه وکړه

د دوشنبې په ورځ (۱۴۴۵هجري قمري کال د صفرالمظفر میاشتې په ۱۶مه نېټه) د زابل ولایت د شهر صفا ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې په هڅو د مقتول کورنۍ یوه قاتل ته بخښنه وکړه.

په یاده پېښه کې یوه باروړونکي موټر چې د نعمت الله په نوم د میدان وردګ ولایت اصلي اوسېدونکي یې موټر چلوونکی و د شهر صفا ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالصمد وهلی او شهید کړی و.

د یادو کسانو دوسیه د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د شهر صفا ولسوالۍ محکمې ته په رسمي ډول راجع او د یادې محکمې لخوا په غور او دقت وڅېړل شوه.

وروسته د شهرصفا ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې په هڅو او د دیني علماء کرامو او قومي مشرانو په منځګړیتوب د مقتول کورنۍ قاتل ته بخښنه وکړه او قضیه په رسمي ډول حل شوه.

د یادونې وړ ده چې د قضیې دواړو لوریو د محکمې له هڅو څخه خوښي څرګنده کړه او د الله (جل جلاله) له ستر دربار څخه یې د لا ښه خدمت کولو د توفیق غوښتنه وکړه او د اسلامي امارت د نظام د بقا او پایښت دعا یې وکړه.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۹:۵۵
Background image

د پکتیا ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولایت پنځو ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه

د پکتیا ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي عبیدالله (خالد)، د مرافعې محکمې د مدني دېوان رئیس مفتي عبدالله (دیوبندي)، د وثایقو ثبت او مخزن آمر سیدالرحمن (سعید) او د مرافعه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۱:۳۸
Background image

د کندهار، هلمند او تخار ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (۱۹۸۰) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د کندهار، هلمند او تخار ولايتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې له (۱/ ۴ /۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹ /۴/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۱۹۸۰) عرض‌پاڼو او دوسيو ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۱:۳۵
Background image

د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۳۱۰) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۵۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ننګرهار ولايت مرافعه، وثايقو، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په دوو اونيو کې له (۱۶/ ۴/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۱۰) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۱۵۵). . .

بیا په خبرونو کی