د زابل د شهر صفا ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې په هڅو د مقتول کورنۍ لخوا قاتل ته بخښنه وشوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۹ - ۱۴:۴۳
د زابل د شهر صفا ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې په هڅو د مقتول کورنۍ لخوا قاتل ته بخښنه وشوه


د يکشنبې په ورځ (د روان ۱۴۴۵هـ ق کال دجمادي الاولی مياشتې په ۵مه نېټه) د زابل ولايت د شهر صفا ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې په هلو ځلو په ترافيکي پېښه کې رامنځته شوې د قتل موضوع حل او د مقتول کورنۍ قاتل ته بخښنه وکړه.
ياده پېښه د زابل ولایت د شهر صفا ولسوالۍ اړوند د سنګرمانده په سيمه کې رامنځته شوې وه چې د ياد ولايت د ترافيکو مديريت له لوري په ۲۸/ ۴/ ۱۴۴۵ هـ ق نېټه د شهر صفا ولسوالۍ ابتدائيه محکمې ته راجع شوه.
يادې محکمې د قتل دا پېښه د علماء کرامو او سپین ږېرو په منځګړيتوب سره د مقتول (قائم  د روستم خان زوی) چې د پروان ولايت د شينوارو ولسوالۍ د نوآباد کلي اوسېدونکی و د وارثینو او د (۵۸۰) ډوله موټر د مالک (عبدالوارث حاجي سيف الدين زوی) ترمنځ له تحقيق او څېړنې وروسته په سوله حل کړه چې په پايله کې يې قاتل ته بخښنه وشوه، ياده پېښه او موضوع د دواړو طرفونو په رضايت او خوښۍ سره پای ته ورسېده.
د يادونې وړ ده چې د شهر صفا ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې په هلو ځلو دا اتمه د قتل پېښه او موضوع ده چې حل او فصل کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۴۶
Background image

د لغمان ولایت د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت له عمومي زندان څخه لیدنه وکړه

د لغمان ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخي الرحمن (فايز)؛ د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا او عامه امنیت دېوانونو رئیسانو، د قرغه‌يي او الینګار ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو رئیسانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۱۸
Background image

د  څلورم زون (غزني) د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ لپاره نوی قوماندان معرفي شو

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قطعاتو عمومي قوماندانۍ اړوند د څلورم زون (غزني) د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ نوی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

د روزګان ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې پلاوي د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ او استخباراتو له نظارت خونو ليدنه وکړه

د روزګان ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې عمومي رئیس الحاج مولوي محمد نبي (محمدي)؛ د یادې محکمې د جزا دېوان رئیس مولوي کلیم الله (ابوالهدي) او د تحریراتو مدیر په ملتیا، په ۹ /۴ /۱۴۴۸هـ ق. . .

بیا په خبرونو کی