د زابل د مرافعه محکمې رياست په هڅو په دغه ولایت کې د دوو کورنيو ترمنځ (۱۷) کلنۍ دښمني پای ته ورسېده
د دوشنبې په ورځ (د روان ۱۴۴۵ ھ ق کال د ربيع الاول مياشتې په ۱۰مه ) نېټه د زابل ولايت د مرافعه محکمې د رئیس محترم شيخ نقيب الله (اخندزاده) په هڅو د یاد ولایت ولايت دخاک افغان ولسوالۍ د اوسېدونکو تر منځ د (۱۷) کلنۍ شخړې او دښمنۍ د حل لپاره د دواړو کورنيو له مشرانو سره وکتل.
د مرافعه محکمې رئیس دواړه لوري د روغې جوړې لپاره وهڅول او غوښتنه یې ترې وکړه چې تاسو هر جانب خپلو مشرانو او استازو ته اختيار ورکړئ چې هغوی ستاسو ترمنځ بېطرفه عادلانه پرېکړه وکړي.
يادو کورنيو هم د مرافعه محکمې رياست غوښتنه قبوله کړه او هرې کورنۍ خپل منځګړي وټاکل او پوره واک یې ورکړ.
منځګړو د ذکر شويو کورنيو ترمنځ د روغې جوړې پرېکړه وکړه او د دوی دغه پرېکړه د مرافعه محکمې رياست مقام کې ورته ابلاغ شوه چې دواړه لوري پرې راضي شول او یاده دښمني په دوستۍ بدله شوه.
