د سترې محکمې د تدارکاتو خبرتیا

m_admin
د سترې محکمې د تدارکاتو خبرتیا

 

د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې تدارکات په شرایطو برابرو  ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د 1402  هـ ش مالي کال د کابل ولایت د مرافعه محکمې لپاره د دوه قلمه تېلو(85000) لیتره A92 پطرولو او (15000) لېتره  01/L62  ډیزلو د تدارکاتو په داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

د شرطپاڼې نقل د مالي او اداري عمومي ریاست د تدارکاتو له آمریت څخه په فلش یا ډسک کې ترلاسه کړئ او خپل آفرونه په شرطپاڼه کې د ذکر شویو شرطونو او د تدارکاتو قانون او طرزالعمل مطابق په سربسته او تړلي ډول د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټي څخه  د 13/2/1402 هـ ش نېټې تر10:30  بجو پورې د کابل ښار د عامې روغتیا څلور لارې ته څېرمه د سترې محکمې د تدارکاتو عمومي مدیریت ته وسپارئ.

یادونه: تر یادې نېټي وروسته او د انټرنت له لارې رارسېدلي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر تضمین ( په بانکي  ډول (178000) یوسل او آته اویازره افغانۍ دی، د آفرونو پرانیسته په 13/2/1402 هـ ش نېټه له غرمې مخکې په 10:30 بجې په ستره محکمه کې ترسره کیږي.

نوټ: د آفرونو د پرانستې څخه ترمخ ناسته په 30/1/1402 هـ ش نېټه د سترې محکمې په تدارکاتو آمریت کې ترسره کیږي.

 

 

خبرتیاوي

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۳ - ۱۱:۳۸
Background image

د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتيا

د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې تدارکات پر شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ چې د ۱۴۰۳ هـ ش مالي کال د کابل ولایت د مرافعه محکمې لپاره د (۱۷) قلمه قرطاسیه بابو د تدارکاتو په داوطلبۍ کې . . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۲ - ۱۱:۵۲
Background image

د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتيا

د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې تدارکات پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۳ هـ ش مالي کال د کابل ولایت د مرافعه محکمې لپاره د (۳۳) قلمه پرنټر رنګونو د تدارکاتو په داوطلبۍ کې . . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۶ - ۱۰:۳۷
Background image

د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتيا

د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې تدارکات پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۳ هـ ش مالي کال د کابل ولایت مرافعه محکمې کارکوونکو ته د غرمې ډوډۍ لپاره د (۴) قلمه خوراکي توکو . . .

Back to announcements