د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس د بدخشان، تخار او بغلان ولایتونو له ټولو ولایتي مسؤولینو سره د همغږۍ ناستې ترسره کړې

m_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۹ - ۱۴:۳۶
د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس د بدخشان، تخار او بغلان ولایتونو له ټولو ولایتي مسؤولینو سره د همغږۍ ناستې ترسره کړې

د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب په ځانګړي هدایت د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس محترم مفتي عتیق الله (دروېش) او مفتي عبدالحی (شاکر) د خپلو ولایتي سفرونو په دوام بدخشان، تخار او بغلان ولایتونو ته د سفر پر مهال د یادو ولایتونو د والي صاحبانو په ګډون د ټولو ولایتي ادارو له مسؤولینو سره د همغږۍ په موخه ناستې ترسره کړې.
یادو غونډو ته چې د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوې د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس محترم مفتي عتیق الله (دروېش) صاحب په خپلو خبرونو کې وویل، د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب په ځانګړي هدایت یې ولایتونو ته سفر پیل کړی دی ترڅو له ولایتي مسؤولینو سره د ولایتي ادارو ترمنځ د همغږۍ د لا ډېرې تقویې او ستونزو ته د ژر رسېدو په موخه خبرې وکړي.
د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس زیاته کړه، والي صاحبان، د محاکمو رئیس صاحبان، امنیه قوماندانان، د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو د اورېدو مسؤولین، د علماوو شورا رئیس صاحبان او غړي او نورو ولایتي مسؤولینو سره د همغږۍ دغه غونډې ځکه ضروري دي چې دوی تر نورو ډېر د ولس له ستونزو خبر او له ولس سره ډېر سروکار لري. 
محترم مفتي عتیق الله (دروېش) صاحب وویل، ټول مسؤولین باید په ورسپارل شوي مسؤولیت کې غفلت ونه کړي؛ خپلې ایماني او شرعي وجیبې په ښه ډول ترسره کړي، په دې صورت کې به هم الله تعالی ترې راضي وي او هم به یې ګرانو هیوادوالو ته په ښه ډول خدمت کړی وي.
پر دې سربېره محترم مفتي صاحب په اسلامي نظام کې د ټولو ادارو د همغږۍ او اصولي همکارۍ په اړه وویل، د اسلامي نظام ادارې د ځنځیر د حلقو په څېر دي، هره اداره د بلې ادارې همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري، په دې خاطر د ادارو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ یوې تګلارې ته ضرورت دی چې په دې غونډو کې به یې د جوړېدو لپاره کار وشي.
محترم مفتي دروېش صاحب له ولایتي مسؤولینو او عامو هیوادوالو غوښتنه وکړه چې پر خپلو مشرانو په ځانګړې توګه د محاکمو پر مسؤولینو باور ولري او زیاته یې کړه، د اسلامي امارت ټول مسؤولین ځانونه د ولس خدمتګاران ګڼي، خپلې دندې امتیاز نه بلکې مسؤولیت ګڼي، هڅه کوي چې د الله تعالی په نصرت خپلې دندې د شرعي احکامو مطابق ترسره کړي.
دغه راز د غونډو ټولو ګډونوالو د همغږۍ د تقویې په اړه خپل نظرونه شریک کړل او ژمنه یې وکړه چې ټول به په پوره صداقت او ایماندارۍ د اسلامي نظام د حاکمیت، د ولس د خدمت او د جرایمو د مخنیوي برخه کې په بشپړه همغږۍ نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.
د یادونې وړ ده چې د هر ولایت ولایتي مسؤولینو د سترې محکمې د دغه پلاوي له سفر د مننې ترڅنګ د همغږۍ د غونډو په جوړېدو خوښي څرګنده کړه وویل، موږ خوشحاله یو چې د سترې محکمې د مؤظف پلاوي په مشرۍ د ولایتي مسؤولینو ترمنځ د همغږۍ غونډې ترسره شوې، یادې غونډې به په امنیتي، قضائي او اداري برخو کې د چټکتیا او ښه خدمت لپاره ډېرې ګټورې ثابتې شي.
باید وویل شي چې د سترې محکمې د جزا دېوان د عمومي رئیس په مشرۍ مؤظف پلاوی بلخ، سرپل، فاریاب، جوزجان، کندوز، سمنګان بدخشان، تخار او بغلان ولایتونو ته تر سفر وروسته نن شنبه (۱۶/جمادی الثانی/۱۴۴۵) هـ ق نېټه سترې محکمې ته راستون شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۱:۱۲
Background image

په غزني ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د غزني ولايت قره باغ ولسوالۍ ابتدائيه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته چې پر لواطت متهم وو؛ نن سه شنبه ۱۶/ ۳/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې ياد. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۵:۸
Background image

د کندهار ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت د لوړ شاولیکوټ او میانشین ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه

د کندهار ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس شیخ غلام حضرت (ابوالمنذر) په مشرۍ يو پلاوي؛ په ۹/ ۳/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د کندهار ولایت لوړ شاولیکوټ او میانشین ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۱:۵۹
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۴۳۲) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۵۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون نظامي، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې د ۲۹/ ۲/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټې څخه ۱۱ /۳ / ۱۴۴۷ هـ ق نېټې پورې (۴۳۲) دوسيو ته پر. . .

بیا په خبرونو کی