د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس د بلخ او سرپل ولایتونو د والي صاحبانو په ګډون له ټولو ولایتي مسؤولینو سره وکتل

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۹ - ۱۴:۹
د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس د بلخ او سرپل ولایتونو د والي صاحبانو په ګډون له ټولو ولایتي مسؤولینو سره وکتل

د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب په ځانګړي هدایت د سترې محکمې د جزا دېوان د عمومي رئیس مفتي عتیق الله (دروېش) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي بلخ او سرپل ولایتونو ته د سفر پر مهال د یادو ولایتونو د والي صاحبانو، د ټولو محاکمو، د علماوو شورا، د احکامو د تعقیب او نظارت او استخباراتو له رئیسانو، امنیه قوماندانانو،  امربالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو د اورېدو او زندانونو له مسؤولینو، د حوزو له آمرینو، د امنیه قوماندانۍ د جنایي پېښو پروړاندې د مبارزې، د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې او د تروریزم پر وړاندې د مبارزې له مدیرانو او یوشمېر نورو ولایتي مسؤولینو سره د همږغۍ په موخه ګډه ناستې ترسره کړه.

یادو غونډو ته چې د قرانکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوې د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس محترم مفتي عتیق الله (دروېش) صاحب په خپلو خبرونو کې وویل، د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب په ځانګړي هدایت یې دغو ولایتونو ته سفر پیل کړی دی ترڅو له ولایتي مسؤولینو سره ناستې ترسره کړي، د ولایتي ادارو ترمنځ همغږۍ لا ډېره او ستونزو ته د ژر رسېدو په موخه حللارې رامنځته کړو.

د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس زیاته کړه، والي صاحبان، د محاکمو رئیس صاحبان، امنیه قوماندانان، د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو د اورېدو مسؤولین، د علماوو شورا رئیس صاحبان او غړي او نورو ولایتي مسؤولینو سره د همغږۍ دغه غونډې ځکه ضروري دي چې دوی په ټولنه کې تر ټولو ډېر د ولس سره سر او کار لري، د ولس په حال او شکایتونو تر ټولو لومړی دوی خبرېږي.

محترم مفتي عتیق الله (دروېش) صاحب وویل، ټول امارتي مسؤولین مسؤولیت لري چې د دغه ځورېدلي ولس ستونزې حل کړي، له دوی سره ښه چلند وکړي او ولس په غوره او حسنه اخلاقو د اسلامي نظام لوري ته راوبولي.

پر دې سربېره محترم مفتي صاحب په اسلامي نظام کې د ټولو ادارو د همغږۍ او اصولي همکارۍ پر اړتیا خبرې وکړې وویل، د اسلامي نظام هره اداره خپل مسؤولیت لري چې مسؤولین یې باید په هڅه وکړي خپل مسؤولیت په غوره ډول ترسره کړي او د نورو ادارو په چارو کې مداخله ونکړي.

محترم مفتي دروېش صاحب د اسلامي نظام ادارې لکه د ځنځیر حلقې یادې کړې وویل، هره اداره د بلې ادارې همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري، مثلا امنیتي مسؤولین مجرم نیسي، زندانونه یې ساتي؛ خو د شرعي فیصلې او سزا ورکولو صلاحیت یوازې محاکم لري.

د سترې محکمې د جزا دېوان رئیس د اسلامي نظام د محاکمو په اړه خپلو خبرو کې وویل، محاکم دي چې الهي احکام په ټولو تطبیق کوي، د ظالم لپاره سزا ټاکي، د مظلوم حق ورکوي او د مظلوم لاسنیوی کوي، د انسانانو او حتی د حیوانانو او نورو ژوندیو موجودانو حقوق ورکوي، د اشخاصو او افرادو د حقونو ساتنه کوي.

محترم مفتي دروېش صاحب له ولایتي مسؤولینو او عامو هیوادوالو غوښتنه وکړه چې پر خپلو مشرانو په ځانګړې توګه د محاکمو پر مسؤولینو باور ولري او زیاته یې کړه، ولایتي مسؤولین دې په خپلو منځو کې پوره همغږۍ ولري په دې سره به د جرایمو سطحه لا نوره هم ټیټه شي.

دغه راز د غونډو ټولو ګډونوالو د همغږۍ د تقویې په اړه خپلو نظرونه شریک کړل او د سترې محکمې له راغلي پلاوي څخه پر مننه یې ژمنه وکړه چې ټول به په پوره صداقت او ایماندارۍ د اسلامي نظام د حاکمیت، د ولس د خدمت او د جرایمو د مخنیوي برخه کې په بشپړه همغږۍ نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.

د یادونې وړ ده چې د سترې محکمې دغه پلاوی به د هیواد یو شمېر نورو شمالي ولایتونو ته هم سفر وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۶:۲۴
Background image

د کندهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ له نورو امارتي ادارو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کندهار ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم شیخ غلام حضرت (ابوالمنذر) په مشرۍ؛ د ښاروالۍ، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او مستوفیت استازو، د ثبت اسناد وثايقو آمر او عضو مفتي او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۶:۲۲
Background image

د هلمند ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه کې د بنديانو پر دوسيو بحث وشو

د هلمند ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مولوي محمد (محمدي) په مشرۍ؛ د دېوانونو رئيسانو، قضائي غړو، د امنيتي قطعې مرستيال او د حقوقو آمر په ګډون نن سه شنبه ۲۷/ ۱۲/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۱:۴۰
Background image

د روزګان ولايت د محاکمو د مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د روزګان ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم مولوی سخیداد (ابوالتقي)؛ د چورې ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د حقوقو مدیر مفتي عبدالودود په دوامداره هڅو او قومي مشرانو په منځګړیتوب په ۲۶ /۱۲ /۱۴۴۶هـ. . .

بیا په خبرونو کی